تازه خبرونه

په افغانستان کې وضعیت مخ پر ښه کېدو دی

شویګو په مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د امنیت شورا د منشيانو له دیارلسمې ناستې وروسته ویلي: ” دا حقیقت له پامه غورځولی نشم، چې بشپړ مثبت پرمختګونه رامنځته شوي دي. اجازه راکړئ، چې له څرګندو ټکو یې پیل کړم: د افغانستان په شاوخوا کې وضعیت څرګند پرمختګ کړی او له هغه هېواد څخه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د لېږد بهیر د پام وړ کم شوی دی.”

Published

on

د روسیې امنیت شورا منشي سرګې شویګو ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت د پام وړ ښه او د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ته د مخدره توکو د لېږد بهیر هم کم شوی دی.

شویګو په مسکو کې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د امنیت شورا د منشيانو له دیارلسمې ناستې وروسته ویلي: ” دا حقیقت له پامه غورځولی نشم، چې بشپړ مثبت پرمختګونه رامنځته شوي دي. اجازه راکړئ، چې له څرګندو ټکو یې پیل کړم: د افغانستان په شاوخوا کې وضعیت څرګند پرمختګ کړی او له هغه هېواد څخه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د لېږد بهیر د پام وړ کم شوی دی.”

دغه راز شویګو ټینګار کړی، چې پرله‌پسې همکاري اړینه ده.

هغه زیاته کړې: “په دې برخه کې د تاجکستان او افغانستان پولې د پیاوړتیا لپاره د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې له لارې رامنځته شوې پرېکړې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي په ګډون ډېرې اړینې دي.”

ویل کیږي، چې د افغانستان له لارې د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو لپاره د وسلوالو د ننوتلو ګواښ اوس هم پاتې دی؛ خو دا هغه اندېښنه ده، چې اسلامي امارت تل رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version