Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې پر روغتیایي تاسیساتو قصدي بریدونو م.م اندېښمن کړي

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) پر روغتیایي کارکوونکیو او تاسیساتو د وروستيو قصدي بریدونو په اړه په ځانګړي توګه د کویډـ ۱۹ ویروس د خوریدو په بهیر کې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د یوناما لخوا د نني خپور شوي گزارش  له مخې: د مارچ له ۱۱ نېټې څخه، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې کویډ – ۱۹ نړیواله وبا اعلان کړې د مې تر ۲۳ پورې، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ درې ورځنی اوربند پیل شو؛ د وسلوالو پېښو اړوند خپلې هغه موندنې په ډاګه کوي، چې روغتیایي بنسټونه یې اغېزمن کړي دي.

د ’ د کویډ- ۱۹ وبا د خوریدو په بهیر کې پر روغتیایي تاسیساتو بریدونه‘ تر سرلیک لاندې دغه راپور روغتیایي کارکوونکیو ته د زیان اړولو، د روغتیایي تاسیساتو ویجاړول او نورې هغه کړنې، چې په شخړو کې ښکېلو اړخونو په اړینو روغتیایي چارو کې د هدفي بریدونو او همدارنګه د روانې جګړې له کبله لاس وهنه کړې، مستندې کړي دي.

 

یوناما له دې مخکې د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ برخې د ملکي وګړیو د خوندیتوب په راپور کې د ورته پېښو په اړه اندېښنې راپورته کړې وې.

د دغه راپور له مخې؛ له هغه مهاله تر دې دمه وضعیت نور هم خراب شوی: طالبانو د روغتیایي کارکونکیو تښتونه روانه ساتلې او پر یوه درملتون یې برید کړی؛ د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په قصدي توګه د تاوتریخوالي او وېرې اچونې هڅې ترسره کړي، چې روغتیایي مرکزونه، کارکوونکي او د طبي وسایلو لیږد ترې اغېزمن شوي او ناڅرګندو وسلوالو د کابل په یوه روغتون کې د زیږنتون پر څانګه برید وکړ، چې په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله واوښته.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لاینز څرګنده کړې: هغه وخت، چې په افغانستان کې د خلکو د ژوندي پاتې کیدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا وه؛ طالبانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو په قصدي ډول د تاوتریخوالي کړنې ترسره کړي، چې د روغتیا پالنې عملیات یې زیانمن کړل.

هغې زیاته کړې: د داسې اعمالو لپاره هیڅ توجیه نشته؛ ځکه د ملکي وګړیو خوندیتوب او هوساینه باید یو لومړیتوب وي.

دې راپور ۱۵ هغه پېښې مستندې کړي، چې روغتیایي تاسیسات او مرکزونه یې اغېزمن کړي. په داسې حال کې، چې ۱۲ یې قصدي بریدونه او پاتې نور یې ناڅاپه زیانونه ول. د روغتیایي مرکزونو اړوند ډېرې پېښې(اته یې هدفي بریدونه او دوه ناڅاپي او تصادفي زیان پیښې دي ) چې طالبانو ته منسوب شوي.

د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو هم پر روغتیایي تاسیساتو درې هدفي بریدونو کړي. روغتیایي تاسیساتو ته د زیان یوه تصادفي پېښه د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې رامنځته شوې. ترټولو ناوړه، د کابل په یوه روغتون کې د زیږنتون پر څانګه برید دی، چې اوس هم چاته ندی منسوب شوی.

راپور دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې په قصدي توګه د روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او روغتیايي کارکوونکیو پر وړاندې تاوتریخوالی ترسره کول، له نړیوال بشردوستانه قانون سره اړخ نه لګوي او جنګي جرم پېژندل کیږي.

همدارنګه د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر ویلي: د کوویډ-۱۹ وبا د خوریدو په بهیر کې، چې روغتیايي سرچینې ترې مخکې هم محدودې وې او ملکي وګړیو ته له ځانګړي اهمیته برخمنې دي، پر روغتیايي مرکزونو قصدي بریدونو ترسره کول، په ځانګړي توګه د غندنې وړ دي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ روغتیايي مرکزونو ته د بریدونو له کبله وراوښتي زیانونه، په ځانګړي توګه د یوې روغتیايي وبا او ناروغۍ د خوریدو په بهیر کې د دغو پېښو له مستقیمو قربانیانو ورهاخوا زیانونه لري. راپور ښیي، چې له دوامداره جګړو سره سره، د افغانستان خلک د نړیوال بشري قانون پربنسټ د دې حق لري، چې له پوره جسمي او رواني روغتیا برخمن وي. له دغه حقه برخمنیدل د هغو پېښو له کبله، چې په دې راپور کې ښکاره شوي؛ له خطر سره مخ دي.

ملګري ملتونه پر روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارکوونکیو ټول هغه قصدي بریدونه، ګواښونه، یرغمل کول او نورې قصدي کړنې غندي، چې په دې راپور کې راغلي دي. په داسې یو حالت کې، چې د افغانستان ټول خلک د کویډ-۱۹ له خطر سره مخ دي؛ له دې به بل لوی لومړیتوب نه وي، چې له مداخلې او خنډ پرته روغتیايي خدمتونه او هڅې ډاډمنې تر سره کړي.

په دې راپور کې راغلي؛ ښکېلې خواوې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې اړ دي، چې روغتیايي مرکزونو او روغتیايي کارکوونکیو ته د زیانو رسولوو مخنیوی وکړي او پرې قصدي بریدونه ودروي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د وړتیاوو پرلوړولو، اغېزمنتیا او ملاتړ راوڅرخیږي. په ځانګړي توګه کله، چې ورته اړتیا ډېریږي. پردې سربېره، په افغانستان کې ملګري ملتونه پر ښکېلو اړخونو غږ کوي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نړیوال اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او ټول پام او سرچینې له کرونا ویروس سره مبارزې ته ځانګړې او د افغانستان خلکو ته د ډېرو زیانونو د اوښتو مخه ونیول شي.

پر صحي مراکزو د برید په تړاو طالبان د یوناما راپور دقیق نه بولي او په خپل یو ټویټ کې یې په ډاګه کړې، چې د دوی لخوا په هيڅ ځای کې هم پر کوم صحي مرکز برید ندی شوی، بلکې د صحي مراکزو څخه ساتنه شوې او پاملرنه ورته کیږي.

تازه خبرونه

د آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني

ان‌ډي‌آر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

Published

on

د آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده،  چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.

ان‌ډي‌آر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

د ان‌ډي‌آر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.

د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.

د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.

اوس‌مهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.

د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله

د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.

Published

on

د امریکا ژیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله.

د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.

د دې مرکز په راپور کې راغلي؛ زلزلې له ۲۰۷ کیلومټره ژوروالي څخه سرچینه اخیستې وه.

له زلزلې وروسته سمدلاسه د مرګ او ژوبلې یا زیان راپور ورکړ شوی نه‌دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.

Published

on

 

ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هغه سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ پاکستان ته یې د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی دی.

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا فضل‌الرحمان څانګې یو سیمه‌ییز مشر مولانا اعجاز شینواري تائید کړې؛ د پاکستاني موټرچلوونکو او موټرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی او تمه ده، چې ټول به ډېر ژر پاکستان ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د لارو تړل کېدا نه یوازې دوه‌اړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې ډیورند فرضي کرښې ته په نږدې سیمو کې یې بې‌وزلي او بې‌کاري هم ډېره کړې ده.

ځايي چارواکو ويلي؛ اوس‌مهال لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې پاتې ټول پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له هغه وروسته به دواړه لوري د سوداګرۍ د تدریجي بیاپیل په اړه پرېکړه وکړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه سوداګریزه لاره ده، چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه.

دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به ګړندی کړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په کورنیو چارو کې ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت ویلي، چې په پېښور، چارسده، کوهاټ او هنګو کې د کډوالو د لنډمهالي لېږد مرکزونه اوس هم فعال دي او د پاکستان حکومت ټینګار لري، چې ستنېدونکي دې افغانستان ته د هغوی د کرامت او اساسي حقونو په ساتلو ولېږدول شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال بنسټ د ګډو څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له پېنځلسمې د ۲۰۲۶ز.کال د جون تر دیارلسمې پورې له پاکستان څخه له ۲.۵ میلیون ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور په څرګندونو کې، چې یوازې د جون له اوومې څخه تر دیارلسمې پورې ۲۸زره او ۲۸۵ افغان وګړي د تورخم، غلام‌خان، چمن، بدیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

ویل کیږي، چې دا شمېر د تېرې اوونۍ پر پرتله د کډوالو د بېرته ستنېدا ۱۱ سلنه زیاتوالی او له پاکستان څخه د ایستلو ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!