تازه خبرونه
په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری مړ شو
(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۳۹۹)
په افغانستان کې له یوې ترافیکي پېښې یو امریکایي سرتېری مړ شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې دغه سرتېری وینسنت سباستین ایبریا نومیده او د جمعې پر ورځ یې په فراه ولایت کې سا ورکړې ده.
د پنتاګون په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دغه ۲۱ کلن امریکایي سرتېری د تکزاس اوسیدونکی و.
د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د دغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
ویل شوي، چې په ننګرهار ولایت کې د روان کال د فبرورۍ پر میاشت له یوه نفوذي برید دوه امریکایي سرتېري وژل شوي وه او ۶ نور ټپیان ول.