تازه خبرونه
په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري – اوچا
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) څرګنده کړې؛ دا مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اړوند احصائې د خپرولو ترڅنګ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له څرګندو اغېزو څخه یو هم د څښاک د پاکو اوبو کمښت دی او د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو کیفیت خورا ټیټ دی.
افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د خورا زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سختې وچکالۍ خلکو ته پوره زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي؛ د افغانستان ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري، چې دا د اقلیمي بدلون یوه ښکاره اغېزه ده.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د څښاک د اوبو کیفیت خورا ټیټ دی، چې ډېري خلک یې د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترد څرګندونوله مخې؛ په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نهلري. په افغانستان کې د اقلیمي بدلون یو له ښکاره اغېزو څخه د څښاک د اوبو کمښت دی. د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د څښاک د اوبو کیفیت خورا ټیټ دی، چې زیاتره خلک یې زیانمن کړي او د بېلابېلو ناروغیو له خطر سره مخ دي.
په همدې حال کې د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، چې د وچکالۍ او د اقلیمي بدلون د څارنې لپاره پلانونه لري او سږ کال یې د ۴۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت ۱۴۰ بندونه جوړ کړي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکيو ويلي، چې په دې ورځو کې د څښاک د اوبو بیه هم لوړه شوې ده.
د اوبو د چارو کارپوه امین الله احساس ویلي؛ په هېواد کې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له بحران څخه د وتلو یوازنۍ لار د هېواد د اوبو سم مدیریت دی.
افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنونکیو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري. دغه راز په عربي متحده اماراتو کې د اقلیمي بدلون وروستۍ نړیوالې غونډې ته د افغانستان استازی بلل شوی نهو.