سیمه ییز خبرونه
په انقره كې د افغانستان پر حالاتو خبرې وشوې
د تركيې په انقره كې د افغانستان او تركيې ولسمشرانو په گډه ناسته كې د افغانستان پر حالاتو خبرې كړي دي.
د تروريزم په وړاندې مبارزه، له طالبانو سره د سولې په بهير كې د پاكستان همكاري او د سيمې په ثبات كې د تركيې ډاډمنه مرسته د تركيې له ولسمشر سره د خبرو سر ټكي ښودل شوي دي.
د تركيې په پلازمېنه انقره كې د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د چارشنبې په ورځ(د ليندۍ۲۲) د تركيې له ولسمشر سره په كتنه كې د افغانستان حالات تر څېړنې لاندې ونيول.
د افغان-ترك دغو دواړو لوړ پوړيو مشرانو همدا راز د تروريزم په وړاندې د مبارزې پر څرنگوالي او په دې اړه د پاكستان پرهمكارۍ هم بحث كړې دى.
افغان چارواكو ويلي، چې:
ولسمشر حامد كرزي د افغانستان د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد د وروستي بريد په تړاو شواهد هم د پاكستان ولسمشر ته سپارلي دي.
افغان ولسمشر له دې مخكې ويلي ول، چې:
دا بريد د پاكستان په كوټه كې تنظيم شوى و، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر اسد الله خالد د بريد په اړه د افغانستان تور رد كړ او د شواهدو غوښتونكي شوي ول.
بل خوا تركي رسنيو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په حواله ويلي، چې:
د تركيې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او پاكستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د كتنې په وخت له دواړو غوښتي، چې پراسدالله خالد د بريد پر سر د ناندريو په ځاى دې د اړيکو پياوړتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.
د ولسى جرگې غړې شکریه بارکزۍ وايي:
د پاكستان په سياست كې نرمښت د دواړو دولتونو د چارواكو د ښه نيت څرگندونه كوي.
د ولسى جرگې غړې ذکیه سنگین وايي:
دا اوومه ناسته ده، چې په تركيه كې د افغانستان او طالبانو تر منځ د سولې په اړه له پاكستان سره تر سره كيږي؛ خو د نيغو او څرگندو خبرو نښه نښانه تر اوسه نه ترسترگو كيږي.
د امريكا دفاع وزارت د خپورشوي راپور له مخې د پاكستان خاوره د ترورستانو لپاره د خوندي استوگنې په توگه ساتنه د افغانستان امنيت ته سترگواښ گڼل شوى دى.