تازه خبرونه
په ایران کې د افغان کډوالو نیول ۴۵ سلنه زیات شول
سعید منتظر المهدي د یکشنبې پر ورځ (د زمري نولسمه) ویلي، چې د ایران سرحدي ځواکونو د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپلې ګزمې زیاتې کړې دي.
د ایران پولیسو ویاند ویلي؛ د هغو افغان کډوالو نیول، چې د استوګنې جواز نلري ۴۵ سلنه زیات شوي، چې د روان کال د لومړیو څلور میاشتو پرپرتله دوه چنده شوي دي.
سعید منتظر المهدي د یکشنبې پر ورځ (د زمري نولسمه) ویلي، چې د ایران سرحدي ځواکونو د افغان کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپلې ګزمې زیاتې کړې دي.
هغه رسنیو ته ویلي، چې د پولیسو ځواکونه د افغان کډوالو د نیولو لپاره “پرېکنده هوډ” لري، چې له کبله یې ۱.۱۴ میلیون کډوال شړل شوي دي.
ایران د افغانانو له جبري ایستلو سره موازي له افغانستان سره د خپلو پولو څارنه هم زیاته کړې ده.
د ایران پولیسو ویاند ویلي؛ هره ورځ د افغان کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره له ۲۰۰۰ څخه ډېرې سرحدي ګزمې ترسره کیږي، چې د تېر کال پر پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
هغه ویلي، چې د دغو ګزمو په پایله کې لږ تر لږه ۲ زره ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوالو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د افغان کډوالو د ایستلو پر څرنګوالي نیوکې روانې دي.
د ایران د ټولنیزو کارګرانو ټولنې مشر حسن موسوي چیلیک د شنبې پر ورځ د ایران د کډوالۍ پر پالیسۍ سخته نیوکه وکړه. هغه ویلي، چې ایراني چارواکو د ایستلو په عملیاتو کې د “قانوني” او “غیرقانوني” کډوالو ترمنځ توپیر ندی کړی.
هغه زیاته کړې، چې یو ایرانی ماشوم هم د افغان پذ نوم ایستل شوی و؛ خو د ایران په قونسلګرۍ کې د ګوتو له نښې وروسته هغه د ایراني وپېژندل شو او بېرته ستون شو. په ځینو مواردو کې د ایستل شویو افغان کورنیو ماشومان هم په ایران کې پاتې دي.