د هوا حالاتو بدلونونه

په ایران کې د سختې ګرمۍ له کبله دولتي دفترونه او بانکونه وتړل شول

د ایران هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه د ۹ هغو لپاره نارنجي خبرداری خپور کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې په ځینو سیمو کې د سانتي‌ګراد تر ۵۰ درجو (۱۲۲ فارنهایټ درجې ) پورې تودوخه ورسېږي.

Published

on

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛  په ایران کې د تودوخې سختې څپې د دې هېواد د اوبو او برښنا پر سرچینو فشار راوړی او چارواکي اړ شوي، چې د چارشنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) په پلازمېنه تهران او څو نورو ولایتونو کې د دولتي دفترونو او بانکونو د تړلو سپارښتنه وکړي.

د ایران هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه د ۹ هغو لپاره نارنجي خبرداری خپور کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې په ځینو سیمو کې د سانتي‌ګراد تر ۵۰ درجو (۱۲۲ فارنهایټ درجې ) پورې تودوخه ورسېږي.

که څه هم په دوبي کې د ایران د تودوخې درجې لوړېدل عام دي؛ خو پرله‌پسې وچکالۍ د اوبو رسولو کمښت راوستی او د هېواد د برښنا شبکه نشي کولی په کورونو او کاري دفترونو کې د سړولو تجهیزاتو لپاره د زیاتې غوښتنې ځواب ووایي.

د چهارشنبې پر ورځ به په مازندران، مرکزي، یزد، سمنان، کرمانشاه، خراسان رضوي او همدارنګه پلازمېنه تهران کې بانکونه، دولتي دفترونه او نورې عامه ودانۍ وتړل شي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي: ” د چارشنبې پر ورځ به په ولایتونو او تهران کې د تودوخې د زیاتوالي او د انرژۍ د لګښت د مدیریت له کبله د اجرائیوي ادارو دروازې وتړل شي.”

دغه راز  روغتیایی تاسیسات، خصوصي شرکتونه او د بانک ځینې څانګې به خپل فعالیتونه روان وساتي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ، چې د هېواد د اوبو ډېر لګښت د پایښت وړ ندی او کېدی شي د سپټمبر تر میاشتې د تهران په ګډون په ځینو ښارونو کې د اوبو سخت کمښت رامنځته کړي.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د تودوخې له یوې سختې څپې وروسته د ایران څو ولایتونو د اوبو او برښنا د سپمولو لپاره هم څو ورځې دولتي دفترونه تړلي وه.

Trending

Exit mobile version