نړۍ
په ایران کې د سېلابونو له کبله د ۵۶ کسان مړه شوي
ایراني چارواکو منلې، چې په وروستیو ورځو کې د سختو سېلابونو له کبله د مړو کسانو شمېر ۵۶ ته رسیدلی دی.
د شنبې پر ورځ د دغه هېواد مشر ایت الله خامنه یي په یوه پیغام کې له چارواکو وغوښتل، چې د سېلابونو له کبله له زیانمنو سره مرستې پیل کړي.
د ایران د سرې میاشتې ټولنې عمومي منشي یعقوب سلیماني د شنبې پر ورځ ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د سختو بارانونو له کبله ۵۶ کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۳۰ نور ورک دي.
ایرنا راپور ورکړی، چې د سختو بارانونو له کبله سېلابونو د تهران، لرستان، سیستان بلوچستان، کرمان او یزد په ګډون د یو شمېر ولایتونو د اوسیدونکیو ژوند اخیستی دی.
د ایران د سرې میاشتې ټولنې ویلي، ورک شوي کسان د تهران، مازندران، لرستان او کرمان په ولایتونو کې دي.
د یعقوب سلیماني د څرګندونو له مخې، ۶۰ ښارونه د اوړي له سیلابونو سره مخ دي، چې د سېلابونو له کبله ٥١٦ کلي او ٨٥ سړکونه زيانمن شوي دي.
د سرې میاشتې ټولنې له تېرې اوونۍ راپدیخوا له ۲۷۰۰۰ څخه ډېرو خلکو ته مرستې رسولي او تمه ده، چې د ټولو ورک شویو کسانو تر موندلو پورې به د لټون او ژغورنې هڅې روانې وي.
د ترکیې دفاع وزارت د شنبې پر ورځ ویلي، چې ایران ته د بېړنیو مرستو رسولو لپاره به یوه بله الوتکه هم واستوي.
زموږ د هوايي ځواک اړوند یوه ترانسپورتي الوتکه د انقرې د ایتیمسګوت هوایي ډګر څخه الوتې او ایراني سېلاب ځپلیو ته یې د اړتیا وړ خیمې او کمبلې رسولي دي.
د ترکیې دفاع وزارت تویت کړی، چې یوه بله الوتکه هم پلان شوې، چې سېلاب ځپلیو سیمو ته مرستې ورسوي.