تازه خبرونه
په ایران کې میشت افغانان له سختې پرېکړې سره مخ دي – عرفات جمال
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال ويلي، چې په ایران کې میشت ډېری افغانان له سختې پرېکړې سره مخ شوي دي.
عرفات جمال الجزیرې ته څرګنده کړې، چې ایران میشتي افغانان یا باید په دې هېواد کې جګړه او اقتصادي ستونزې وزغمي او یا هم افغانستان ته له راستانېدا سره ورته ننګونې وویني.
نوموړی وایي: ” داسې ښکاري، چې اوسمهال دا (د کډوالو راستنېدا) پوره پاملرنه غواړي. خلک د بمونو او مرمیو په اړه، چې پرې وریږي؛ خبرې کوي. دوی وېره لري؛ خو د خراب اقتصاد په اړه هم خبرې کوي.”
عرفات جمال ویلي، سږ کال شاوخوا ۱۱۰زره افغانان له ایران څخه راستانه شوي دي.
هغه پر افغانستان د پاکستان پوځي یرغل ته د نغوتې( اشارې ) پر مهال ویلي: «د دې خلکو لپاره کومه ښه پرېکړه نهوینم؛ ځکه له یوې جګړې تښتي او بلې ته راستنیږي.»
جمال دا خبرداری هم ورکړی، چې ملګري ملتونه اوسمهال د راستنېدونکو د وضعیت د څارنې لپاره پوره مالي سرچینې نلري.
ویل کیږي، چې په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.