لوبی
په بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړهراکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته
په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپدره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.
په بامیان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي ملاتړ د سکي سیالي ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپدره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.
سیالي د عمر له مخې په درې ګروپونو؛ شوقي، مسلکي او سیمهییزه برخه کې ترسره شوه. ورزشکارانو، د افغان بیسیم له ملاتړ د هرکلی ترڅنګ په بامیان او هېواد کې د سپورټ د پراختیا لپاره د دې شرکت د پرلهسې ملاتړ غوښتنه وکړه.
په دې سیالیو کې د بامیان، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
سیمهییزو چارواکو ويلي، چې له دې سیالیو څخه موخه د ځوانو د استعدادونو د ودې لپاره د پلیټ فارم چمتو کول او په سپورتي فعالیتونو کې د ښکېلتیا هڅول دي.
د بامیان ولایت د فزیکي زدهکړې او سپورټ ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال رجب علي فطرت ویلي: «د بامیان ولایت د اولمپیک، فزیکي زدهکړې او سپورت ریاست پر استازیتوب غواړم له دې مخابراتي شرکت څخه مننه وکړم او غوښتنه کوم، چې په ټولو برخو کې دې له لوبغاړو ملاتړ وکړي. په ځانګړي توګه له سکی لوبغاړو»
تنظیم کوونکو د داسې ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې په بامیان کې د سپورټ د پراختیا لپاره یو مهم فکټور وګڼلو.
د سیالۍ تنظیموونکي شاه آغا ویلي: “مونږ هیله لرو، چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت به تل د بامیانو له لوبغاړو سره همکاري وکړي. په ځانګړي توګه د سکیینګ په برخه کې.”
ګډونوالو لوبغاړو دا سیالۍ د تجربو تبادلې او د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره د ارزښتناکه فرصت په توګه څرګندې کړې.
لوبغاړي علي عسکري ویلي: “مونږ شاوخوا له اته کلونو راپدېخوا سکي کوو. د نورو ولایتونو خلکو د غزني او میدان وردګ په ګډون هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.”
د دې سیالیو د پایلو له مخې؛ په مسلکي کټګورۍ کې سید روح الله لومړی مقام وګاټه او علي آغا او سید هادي پر ترتیب دوهیم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په شوقي کټګورۍ کې آصف، شېر حسین او نور آغا له لومړي څخه تر درېیم مقام ترلاسه کړ.
همدارنګه، په محلي (لرګین) سیالیو کې حسن علي اتلولي وګټله او شمسالله او محمد دوهیم مقام ترلاسه کړ.
د بامیان ولایت، چې د واورې پوښل شوي غرونه لري، د ژمنیو لوبو لپاره په افغانستان کې یو له مناسبو سیمو څخه ګڼل کیږي او پخوا یې د کورنیو او نړیوالو سکیینګ سیالیو کوربتوب کړی دی.