Connect with us

لوبی

په بامیان کې ۲۳۰ سکي بازانو په زړه‌راکښونکې سیالیو کې برخه واخیسته

په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپ‌‌دره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: وری ۱۰, ۱۴۰۵

په بامیان ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت پر مالي ملاتړ د سکي سیالي ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې له ټول ولایت څخه ۲۳۰ لوبغاړو د چپ‌‌دره شاه فولادي په اړوند سیمه کې د یو او بل پر وړاندې سیالي ترسره کړه.

سیالي د عمر له مخې په درې ګروپونو؛ شوقي، مسلکي او سیمه‌ییزه برخه کې ترسره شوه. ورزشکارانو، د افغان بیسیم له ملاتړ د هرکلی ترڅنګ په بامیان او هېواد کې د سپورټ د پراختیا لپاره د دې شرکت د پرله‌سې ملاتړ غوښتنه وکړه.

په دې سیالیو کې د بامیان، غزني او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، چې له دې سیالیو څخه موخه د ځوانو د استعدادونو د ودې لپاره د پلیټ فارم چمتو کول او په سپورتي فعالیتونو کې د ښکېلتیا هڅول دي.

د بامیان ولایت د فزیکي زده‌کړې او سپورټ ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال رجب علي فطرت ویلي: «د بامیان ولایت د اولمپیک، فزیکي زده‌کړې او سپورت ریاست پر استازیتوب غواړم له دې مخابراتي شرکت څخه مننه وکړم او غوښتنه کوم، چې په ټولو برخو کې دې له لوبغاړو ملاتړ وکړي. په ځانګړي توګه له سکی لوبغاړو»

تنظیم کوونکو د داسې ملاتړ د دوام پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې په بامیان کې د سپورټ د پراختیا لپاره یو مهم فکټور وګڼلو.

د سیالۍ تنظیموونکي شاه آغا ویلي: “مونږ هیله لرو، چې افغان بیسیم مخابراتي شرکت به تل د بامیانو له لوبغاړو سره همکاري وکړي. په ځانګړي توګه د سکیینګ په برخه کې.”

ګډونوالو لوبغاړو دا سیالۍ د تجربو تبادلې او د خپلو وړتیاوو ښودلو لپاره د ارزښتناکه فرصت په توګه څرګندې کړې.

لوبغاړي علي عسکري ویلي: “مونږ شاوخوا له اته کلونو راپدېخوا سکي کوو. د نورو ولایتونو خلکو د غزني او میدان وردګ په ګډون هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې ده.”

د دې سیالیو د پایلو له مخې؛ په مسلکي کټګورۍ کې سید روح الله لومړی مقام وګاټه او علي آغا او سید هادي پر ترتیب دوه‌یم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په شوقي کټګورۍ کې آصف، شېر حسین او نور آغا له لومړي څخه تر درېیم مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه، په محلي (لرګین) سیالیو کې حسن علي اتلولي وګټله او شمس‌الله او محمد دوه‌یم مقام ترلاسه کړ.

د بامیان ولایت، چې د واورې پوښل شوي غرونه لري، د ژمنیو لوبو لپاره په افغانستان کې یو له مناسبو سیمو څخه ګڼل کیږي او پخوا یې د کورنیو او نړیوالو سکیینګ سیالیو کوربتوب کړی دی.

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!