سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې سږنۍ واورې خلك له لوږې سره مخ كړي
په بدخشان ولايت كې د ورښتونو پرلامل نه يوازې لارې تړل شوي، بلكې د خوراكي توكو د نرخونو بيې هم مخ په لوړيدو دي.
د بدخشان ولايت چارواكي وايي:
د دې ولايت په بېلابېلو برخو كې خلك د درملو، خوراكي توكو او د څارويو د وښـو له لږوالي سره مخ شوي دي.
د يوشمېرگزارشونو له مخې همدا اوس اوولس ولسواليو ته د تگ راتگ لارې د وارې د ورښت پرلامل تړل شوې دي.
د بدخشان والي وياند معروف راسخ وايي:
ولوږې د زرگونه كسانو ژوند د مرگ له گواښ سره مخ كړى دى.
د نوموړي په وينا د ژمي له رارسيدو مخكې څه ناڅه مرستې ورليږل شوي، خو هغه لږ دي. په تړل شويو سيمو كې نرخونه مخ په لوړيدو دي، خو هڅه كيږي، چې مرستې د هوا له لارې وروليږل شي، ځكه د ځمكې له لارې يې وررسول ناممكنه دي.
ولايتي چارواكو د تاجكستان له لارې هم د مرستو رسولو غوښتنه كړې ده.
په بدخشان كې د سږني ژمي واوره بې سارې او د ځينو څرگندونو له مخې د بدخشان په ډېرو سيمو كې تر درې مترو واوره وريدلې ده.