بلخ @ps

په بدخشان کې څلور وسلوال طالبان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملي امنیت لوی ریاست په بدخشان کې د څلور وسلوالو طالبانو له نیولو خبرورکوي.

دغه بنسټ په خپله خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ نیول شوي کسان هر یو محمد عیسی د تاجکستان اوسیدونکی، روح الله ، مرتضا او کپتان مشهور په شهرالله، د بدخشان کوف ولسوالۍ ته د نومول شوي طالب ولسوال تر مشرۍ لاندې  ترهګریزې او له وحشته ډکې هڅې کولې.

سرچینې زیاته کړې، چې له دغو نیول شویو کسانو سره یو لړ مهمات او وسلې هم تر لاسه شوي دي.

خبرپاڼه څرګندوي؛ سلمان نومي یو بل ترهګر د نیولو په بهیر کې ځان سین ته اچولی او هلاک شوی دی. 

Trending

Exit mobile version