تازه خبرونه
په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوال غبرګون د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه ترسره شوه
اروپايي ټولنې ویلي؛ د دې ناستې ګډونوالو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یوې پراخې تګلارې د اړتیا ترڅنګ ټینګار ویلي؛ په افغانستان کې باید له داسې سولې او ثبات ملاتړ وشي، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ وي.
په بروکسل کې د افغانستان پر اساسي اړتیاوو، سیاسي او بشري مسلو متمرکزه د اروپايي ټولنې د ادارو د همغږۍ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.
اروپايي ټولنې ویلي؛ د دې ناستې ګډونوالو په یوه وروستۍ خبرپاڼه کې د یوې پراخې تګلارې د اړتیا ترڅنګ ټینګار ویلي؛ په افغانستان کې باید له داسې سولې او ثبات ملاتړ وشي، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ وي.
اروپايي ټولنې په بروکسل کې د لوړ پوړو چارواکو د غونډې په پای کې اعلان وکړ، چې سږ کال به د افغانستان د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ملاتړ لپاره “۱۶۱” میلیون یورو مرسته وکړي.
د دې ټولنې په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې بشري بحران اوس هم په نړۍ کې یو له خورا سختو هغو څخه دی.
په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې د ادارو، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، د خلیج هېوادونو، لویو بسپنه ورکوونکو، د جي – ۷ شریکانو، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د افغان او نړیوالو مدني ټولنې او نادولتي موسسو استازو ګډون کړی و.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: “ګډونوالو د یوې داسې همغږې او جامع تګلارې پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د نړیوالو نورمونو او ژمنو پر بنسټ له سولهییز او باثباته افغانستان ملاتړ وکړي. پرته له دې، چې جنسیت، توکم یا مذهب په پام کې وي؛ باید د پرمختګ لار جوړه کړي. سیمهییز ثبات د افغانستان د راتلونکي په زړه کې دی. له چارسمبالو چارواکو سره دوامداره تخنیکي ښکېلتیا د بشري لاسرسي ډاډمن کولو او د بېړنیو او اړینو اړتیاوو حل اړین دی. په داسې حال کې، چې د افغانستان پېچلو ننګونو ته د همغږۍ ځواب وړاندې کوي.”
اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې سږ کال به د افغانستان د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ملاتړ لپاره ۱۶۱ میلیون یورو مرسته وکړي.
د اعلامیې له مخې؛ د دې مرستې له ۱۴۱ میلیون یورو څخه ډېرې به د افغانستان دننه د بشري بنسټونو له لارې او نورې ۲۰ میلیون یورو به په پاکستان او ایران کې د افغانانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره ولګول شي.
د اروپايي ټولنې په نوې بودجه کې به د خوړو مرستې، روغتیایي خدمات، د خوارځواکۍ درملنه او په لرې پرتو سیمو کې پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي ښه کول شامل وي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې افغان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه د پام وړ وروسته پاتې دي. د ملګرو ملتونو اداره وړاندویېنه کوي، چې د نجونو او ښځو لپاره د ثانوي او لوړو زدهکړو په ګډون د دوکتورا زدهکړې، له بندیز وروسته به د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځي د بشپړولو کچه ډېر ژر صفر ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي: “د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لخوا د نن خپور شوی راپور ښيي، چې افغان ښځې د بشري پراختیا له نړیوالو معیارونو څخه د پام وړ کمې دي. د افغانستان د جنډر شاخص څرګندوي، چې افغانستان په نړۍ کې دوهیم لوی جنډر تشه لري، چې د روغتیا، تعلیم، مالي چارو او پرېکړې کولو په برخو کې د ښځو او نرینهوو ترمنځ ۷۶ سلنه جنسیتي نابرابري شتون لري. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې پر وینا، نږدې په هرو لس ځوانو افغان ښځو کې ۸ یې له زدهکړې، کارموندنې او روزنې څخه بې برخې دي. د نجونو د لیسې د فراغت کچه د صفر په درشل کې ده؛ ځکه، چې د ثانوي او لوړو زدهءکړو په ګډون روغتیایي زدهکړې – د نجونو او ښځو لپاره منع دي.”
د ملګرو ملتونو د ښځو راپور دا هم په ډاګه کوي، چې افغانستان اوس هم د نړۍ د کاري ځواک په برخه کې یو له لویو جنسیتي تشو څخه دی؛ یوازې ۲۴ سلنه ښځې په کاري ځواک کې برخه اخلي. په داسې حال کې، چې د نرینهوو لپاره دا کچه ۸۹ سلنه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په دې غونډه کې ګډون وکړ او د دوی پلاوي د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق پر رول ټینګار وکړ، چې د اسلامي پراختیایي بانک لخوا اداره کیږي، د بې طرفه او اړتیاوو پر بنسټ د مرستو په رسولو کې ملاتړ کوي.
د اروپايي اتحادیې چارواکو ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید غیر سیاسي پاتې شي او د افغانستان ټولو سیمو ته ورسیږي. دوی د بسپنه ورکوونکو، مرستندویه ادارو او سیمهییزو فعالانو ترمنځ د نوې همغږۍ غوښتنه هم وکړه، چې د اړینو خدماتو د نور سقوط مخه ونیسي.
ګډونوالو د افغانانو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره لارې چارې په ځانګړي توګه د کرنې پراختیا، د خصوصي سکټور ګډون او مالي چارو ته د لاسرسي له لارې هم وپلټل.
دوی د “ښځو لخوا، د ښځو لپاره” مرستې ته د اصولي چلند په اړه ډېر ټینګار وکړ.
د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا د ښځو د ګډون ډاډمن کولو او د سیمهییزې اقتصادي ودې د هڅولو لپاره خورا مهم دي.
په هر حال اسلامي امارت ملګري ملتونه او اړوند ادارې د افغانستان پر وړاندې د منفي راپورونو پر چمتو کولو تورنوي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت په مشرتابه کې پراخ بدلونونه؛ د وزیرانو ټاکنه او د والیانو او قومندانانو بدلون
دا بدلونونه د اسلامي امارت د اداري او امنیتي جوړښت د تنظیم او پیاوړتیا د پروسې یوه برخه ده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې په حکومتي تشکیلاتو کې لاندې ټاکنې رامنځته شوې دي:
۱- د فاریاب ولایت مخکنی والي عبدالاحد فضلي؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر په توګه،
۲- د بادغیس ولایت مخکنی والي محمد حنیف حمزه د فاریاب د والي په توګه،
۳-د بغلان ولایت مخکنی والي عبدالرحمن حقاني؛ د خوست ولایت د والي په توګه،
۴- د خوست ولایت مخکنی والي عبد ﷲمختار د بغلان ولایت د والي په توګه،
۵- د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ مخکنی مشاور محمد ولي جان؛ د بادغیس ولایت د والي په توګه،
۶- د پکتیکا ولایت مخکنی مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام د مرستیال په توګه،
۷- د میدان وردګ ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالقیوم هلال؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه،
۸- د بغلان ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالحق؛ د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندان په توګه،
۹- د زندانونو چارو ادارې د بندیانو د سلب آزادۍ د مخنیوي مخکنی رییس محمد عمر مخلص د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه،
۱۰ – د میدان وردګ ولایت د والي مخکنی مرستیال فریدﷲ قیام د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه،
۱۱- د پکتیا ولایت د والي مخکنی مرستیال انعامﷲ صلاح الدین د لوګر ولایت د مرستیال په توګه،
۱۲- د لوګر د والي مخکنی مرستیال محمد انور د پکتیا ولایت د مرستیال په توګه،
۱۳- د نیمروز ولایت مخکنی امنیه قومندان عبدالظاهر مدثر د میدان وردګ ولایت د مرستیال په توګه،
۱۴- د هلمند ولایت د والي مخکنی مرستیال محمد نبي حماس د بغلان د مرستیال په توګه،
۱۵- د فراه ولایت د والي مخکنی مرستیال رحیمﷲ محمود؛ د هلمند ولایت د مرستیال په توګه،
۱۶- د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې پیاده لواء مخکنی قومندان محمد ګل خیبر د فراه ولایت د مرستیال په توګه،
۱۷- د بغلان ولایت د والي مخکنی مرستیال محمد همایون جهاد یاد د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمي پلي لواء د قومندان په توګه،
۱۸- د پکتیکا ولایت د علماوو شوری مخکنی غړی قاضي نورﷲ د همدې ولایت د مرستیال په توګه او
۱۹- د لوګر ولایت مخکنی امنیه قومندان آغا ولي حنفي د زندانونو چارو عمومي ریاست د آزادۍ د سلب شویو ځایونو د څارنې ریاست د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
ویل کیږي، چې دا بدلونونه د اسلامي امارت د اداري او امنیتي جوړښت د تنظیم او پیاوړتیا د پروسې یوه برخه ده.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.
په نړۍ کې د جګړو د زیاتېدا او د بشري مرستو د کمېدا له کبله په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، چې د بودجې کمښت په هېواد کې د ماینونو د پاکولو کار په څرګند ډول ورو کړی دی.
د دې بنسټ د ماین پاکۍ برخې مسوولې کازومي اوګاوا ویلي، چې دفاعي لګښتونو ته د هېوادونو د پاملرنې له کبله د مالي سرچینو کمښت پر بشري پروګرامونو مستقیم اغېز کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې پر منځنۍ کچه هره ورځ یو ماشوم د چاودېدونکو توکو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د ماینونو او د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له پلوه تر ټولو زیات ککړ ګڼل کېږي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې وضعیت دوام د ملکي وګړو؛ په ځانګړي توګه ماشومانو، لپاره جدي ګواښ دی.
په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېر یو کال کې ۴۷۴ کسان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي یا ټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰۰ کیلومټر مربع څخه زیاتې ځمکې اوس هم د ماینونو او نه چاودېدلو مهماتو له کبله ککړې دي، چې شاوخوا اووه میلیون کسان له خطر سره مخ کوي.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ اوسمهال ۱۵۵ د ماین پاکۍ ډلې د ۱۰ پروګرامونو په چوکاټ کې د ۲۳ ولایتونو او ۸۲ ولسوالیو کار کوي، خو د نړیوالو مرستو کمښت د دې فعالیتونو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم راپور ورکړی و، چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله له مرګ او ژوبلې سره مخ کېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.
تازه خبرونه
په کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
تنظیموونکو ويلي؛ د دې پروګرام موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کورنیو لیکوالانو ملاتړ او علمي او ادبي سرچینو ته آسانه لاسرسی دی.
په کابل کې د یو شمېر کلتوري شخصیتونو، لیکوالانو او د کتاب مینهوالو په ګډون یو د کتاب نندارتون جوړ شوی دی.
تنظیموونکو ويلي؛ د دې پروګرام موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول، د کورنیو لیکوالانو ملاتړ او علمي او ادبي سرچینو ته آسانه لاسرسی دی.
دا نندارتون، چې د کابل په یوه کتاب پلورنځي کې جوړ شوی؛ په ادبي، ټولنیزو، تاریخي، ښوونیزو او نورو بېلابېلو کټګوریو کې سلګونه کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoاټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
-
سوداگري19 hours agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
تازه خبرونه2 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه22 hours agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
تحول2 days agoتحول: د ایران په اړه د ټرمپ متضادې څرګندونې
