سیمه ییز خبرونه

په بغلان كې يوه پېنځه كلنه نجلۍ له جنسي تېري سره مخ شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په بغلان ولايت كې ذينوره نومې پېنځه كلنه نجلې، چې د كورنۍ له غړيو سره اوسيدله د خپل پلندر لخوا د جنسي تېري سره مخ شوې ده.

د دې نجلۍ مور گل غوټۍ وايي:

د ميړه له مرگ وروسته يې ورور د هغه د شتمنۍ په هيله راسره نكاح وكړه؛ خو كله، چې مو خپل حق ور وباښه له مونږ سره يې د زور زياتي لار ونيوه.

د بغلان ولايت د ښځو چارو رييسه خديجه يقين وايي:

د دې نجلۍ پلندر له جنسي تېري وروسته په تېښته بريالى شوى؛ خو پوليسو يې د نيولو پلټنې پيل كړي دي.

د بغلان ولايت د ښځو چارو چارواكي په دې ولايت كې پر ښځو او ماشومانو د مخ  پر زياتيدونكيو پېښو په اړه اندېښنه څرگندوي او له عدلي او قضايي بنسټونو څخه د دغو پېښو د عاملينو د نيولو او مجازاتو غوښتنه كوي.

Trending

Exit mobile version