تازه خبرونه
په بغلان ولايت كې باران او ږلۍ له ۲۰۰ ډېر كسان مړه كړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بغلان ولايت په گذرگاه نور ولسوالۍ كې باران او ږلۍ له ۲۰۰ ډېركسان مړه كړي دي.
د گذرگاه نور ولسوالۍ ولسوال نور محمد گذر وايي:
په دې ولسوالۍ كې له ۵ زره ډېر كورونه او له ۱۰ زره ډېره كرنيزې ځمكې ويجاړې شوي او زرگونه حيوانات له منځه تلي دي.
ښاغلى گذر په افغانستان كې د دې ولسوالۍ د خلكو ژوند له ټولو طبعيي پېښو څخه د اندېښنې ډك بولي.
نوموړى زياتوي، يو نيم ساعت ورښت د خلكو هستي او نيستي له ځان سره يوړه.
ښاغلى گذر وايي، كه څه هم د قربانيانو بشپړ شمېر څرگند نه دى، خو د ترافيكي او مخابراتي ستونزو پر لامل د مړو دغه شمېر تر لاسه شوى دى.
د نوموړي په وينا، كه دې پېښې ته بشپړه پاملرنه ونه شي د قربانيانو شمېر به له دې هم ډېر شي.
د چارواكو د څرگندونو له مخې پخوا هم دا ولسوالي سيلابونو وړې وه ، خو دا ځل پرته له دوه كليو نوره ټوله ولسوالي باران ځپلې ده.