تازه خبرونه
په بغلان ولایت کې له ۶ ټولګي پورته نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې
په بغلان ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له کبله په بغلان ولایت کې ګڼ شمېر نجونې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره غالۍ اوبدلو ته مخه کړې او له سهاره تر ماښامه د غالۍ اوبدلو پر کار بوختې دي؛ خو دغه میرمنې او نجونې د غالۍ اوبدلو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي سره مخ دي او خامو موادو ته له نه لاسرسي هم اندېښنه لري.
دوی وايي، په دغه ولایت کې د اومه توکو کمښت د دې لامل شوی، چې سوداګر د اومه توکو له چمتو کولو سره د دوی لاسي غالۍ پر ارزانه بیه اخلي او بیا یې پر لوړه بیه پلوري.
په بغلان کې د غالۍ اوبدلو کارکوونکې ثریا وايي: که څه هم هغه غالۍ، چې اوبم؛ مناسبه بیه نهلري او بیه یې ټیټه ده. بیا هم اړ یوو، چې شپه او ورځ کار وکړو او دا خورا ستونزمن کار دی.
د بغلان د غالۍ اوبدونکیو ټولنې مسوولین وايي، د غالۍ اوبدونکیو لپاره د مناسب بازار نشتوالی او د غالۍ اوبدونکیو لپاره اومه توکو ته د مستقیم لاسرسی نشتوالی د دوی غټه ستونزه ده او له حکومته غواړي، چې دغه ستونزه اواره کړي.
د بغلان د غالۍ اوبدلو د ټولنې مشر محمد عارف غلامي وايي: مونږ د غالۍ اوبدلو ۵۰۰ کورنۍ او د ټغر اوبدلو ۱۵۰ کورنۍ لرو. غالۍ له دې ځایه جوړېږي، توکي یې له کابله راځي. یو متر یې ۳۰۰۰ ده او دلته ۱۸۰۰وېشل کیږي؛ د خلکو ډوډۍ په لار کې ورکهکیږي.
ځايي چارواکي وايي، چې د دې ستونزو د اواري لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي او د دغه ولايت زياتره غالۍ، چې په پاکستان کې پروسس کېدې؛ اوس په کابل کې پروسس کېږي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ آمر عزت مير حقاني وايي: د جمهوريت پر مهال په بغلان کې غالۍ اوبدل شوي، چې کابل ته له لېږدېدو وروسته يې پاکستان ته وړلې او هلته له پروسس وروسته د پاکستان پر نوم نورو هېوادونو ته صادرېدلې او پلورل کېدې. د سلامي امارت له بیا واکمنېدو جوړیدو سره غالۍ په هېواد کې اوبدل او پروسس کیږي او زمونږ پر نوم پلورل کیږي.
غالۍ د هېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې د خلکو له لرغونو او مهمو صنعتونو څخه ده، چې زرګونه کورنۍ په دې صنعت کې بوختې دي او له دې څخه یو کپ ډوډۍ تر لاسه کوي.