سیمه ییز خبرونه

په بلخ ولايت كې د سبو حاصلات ډېرشوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بلخ د كرنې اداره وايي:

پر لپسې اورښت، مناسب اقليم او د سبو كرنې لارو چارو په دې ولايت كې د سبو په حاصلاتو كې ډېروالى راوستى دى.

څرگندونې ښيي، چې همدا اوس په ورځ كې زرگونه كيلو گرامه سابه له بلخ څخه جوزجان ، فارياب او سرپل ته استول كيږي.

گلپي او كرم هغه سابه دي، چې په تېرو كلونو كې د امكاناتو د نشتوالي له كبله له گاونډ هېوادونو راوړل كيدل.

د بلخ د كرنې رياست مرستيال اسدالله ستيغ وايي:

سږ كال د سبو او په تېره بيا گلپيو حاصلات په سلو كې شل زيات شوي او نور اړتيا نه لرو، چې بلخ ته سابه راوړل شي.

اسدالله ستيغ زياتوي، چې:

اوس زرگونه كيلو گرامه سابه له بلخ څخه جوزجان، فارياب او سرپل بازارونو ته وړاندې كيږي.

د مزارشريف اوسيدونكي هم د سبو په زياتوالي خوښي ښيي.

يو شمير سابه پلورونكي وايي:

پر لپسې اورښتونه او د سبو د كركيلې د نويو لارو چارو د عملي كولو له كبله په دې محصولاتو كې زياتوالى راغلى دى.

بلخ په وروستيو كلونو كې د كرني او په ځانگړي توگه د سبو د حاصلاتو  لخوا د پام وړ وده كړې ده.

چهاربولك، چمتال او دهدادي د كرنې لپاره مناسبې سيمې دي، چې هركال د بلخ د اوسيدونكيو د اړتيا وړ زر ټنه سابه برابروي.

Trending

Exit mobile version