سوداگري
په بلخ کې د تېر کال پرپرتله د پختې په بیه کې بې ساري کمښت راغلی
د یو شمېر بزګرانو او پروسس کوونکو د څرګندونو له مخې؛ د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې، چې دوی ان خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.
د بلخ ولایت د پختې پروسس کوونکو ويلي؛ دا اړین کرنیز محصول سږکال له بې ساري اقتصادي رکود سره مخ شوی او دوی یې له درندو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
د یو شمېر بزګرانو او پروسس کوونکو د څرګندونو له مخې؛ د دې محصول بیه دومره راټیټه شوې، چې دوی ان خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.
دوی ټینګار کړی؛ که ملاتړ یې ونشي، نو دوی به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.
د بلخ صنایعو او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازي ويلي، چې د پختې د صادراتو او بازار موندنې لپاره به ډېر ژر بدیلې لارې چارې رامنځته شي؛ ځکه له څو هېوادونو سره د تړونونو پر لاسلیک خبرې روانې دي.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو ریاست د څرګندونو له مخې؛ تېر کال په دې ولایت کې پر شاوخوا ۲۸۰۰۰ هکټاره ځمکه پخته کرل شوې وه، چې ۵۶۰۰۰ ټنه حاصل یې ورکړ. اوس پر ۳۰۰۰۰ هکټاره ځمکه پخته کرل شوې او حاصل یې ۶۰۰۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.