تازه خبرونه

په بلخ کې د ګاڼو د غلا پر تور درې ښځې ونیول شوې

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۲

د بلخ امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې له یوه کور څخه د ۴۵ زره امریکايي دالرو پر ارزښت د سرو زرو د غلا پر تور د درې میرمنو له نیولو خبر ورکوي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحی عابد ویلي، دغې ډلې پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت د لسمې امنیتي حوزې اړوند د کارته آریانا په سیمه کې د یوه سړي پر ملاتړ د یوې میرمنې له رخسارتون څخه سره زر غلا کړي وه، چې له تښتې وروسته د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې ونیول شوې.

د عبدالحی عابد د څرګندونو له مخې؛ په غلا شویو ګاڼو کې تاج، هار، کمربند او لاس بند شته، چې بېرته خاوندې ته وسپارل شول.

Trending

Exit mobile version