تازه خبرونه

په تار کې له ځوړند افغانستان سره مرسته وکړئ – م. م

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوونیو ګوټریش د سلواغې پر ۶ د امنیت شورا غونډې ته څرګنده کړې، چې په تار کې ځوړند افغانستان د افغانانو لپاره پر کنګل شوي دوزخ بدل شوی او ورسره مرسته وکړئ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان اوسېدونکي د یخ او واورو په منګولو کې پاتې او له نیمايي ډېر وګړي یې له لوږې سره مخ دي.

انټونیو ګوټریش یو ځل بیا د هغو قوانینو د ځنډولو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې مرستندویه عملیات  محدودوي؛ ځکه، چې په افغانستان کې ميليونونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، ښوونه او روزنه او ټولنيز خدمتونه د سقوط په درشل کې دي او د نغدو پیسو نشتوالي د ملګرو ملتونو او مرستندويه ادارو د مرستو وړتياوې محدودوي.

نوموړي د امنیت شورا د ۱۵ غړیو د تېرې میاشتې د بندیزونو لرې کولو ته په نغوته کې ویلي؛ مونږ باید مالي موسسو او سوداګریزو ونډوالو ته قانوني ډاډ ورکړو، چې کولی شي له بندیزونو څخه پرته له سرغړونې او وېرې له مرستندویانو سره بشري کار وکړي. 

په امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدیخوا نه یوازې د افغانستان بانک شاوخوا ۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر زیرمه کنګل شوې، بلکې له دې هېواد سره پرمختیايي مرستې هم وځنډول شوې. دې مسلې پر سیاسي پرمختګونو سربېره پراخې بېوزلۍ ته هم لمن ووهله.

د تېر کال په ډسمبر کې تمویلوونکیو د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق څخه د ۱.۵ میلیارډ ډالرو څخه د ۲۸۰ میلیون ډالرو له لېږد سره هوکړه وکړه. دغه پیسې د خواړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته وسپارل شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، له دې صندوقه پاتې پيسې هم بايد په سږني ژمي کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره آزادې شي.

ملګرو ملتونو د روانې میاشتې په پیل کې له افغانستان سره د ۴ اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو بشري مرستو غوښتنه وکړه. دغه سازمان د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د روغتیا او تعلیم، بنسټیزو بېخبناوو، وړتیاوو او ټولنیز یووالي په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره نورو ۳ اعشاریه ۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.

Trending

Exit mobile version