سیمه ییز خبرونه
په تخار كې د غير قانوني تكسونو د له منځه وړلو غوښتنه وشوه
په تخار كې يو شمېر سوداگر وايي:
غير قانوني تكس اخيستل له يوې خوا نرخونه لوړوي او له بلې خوا دوى ته ميليونونه افغانۍ زيان اړوي.
د تخار ولايت د سوداگرۍ خونې په دفتر كې يو شمېر سوداگرو د غير قانوني تكسونو له وركولو څخه سروټكاوه.
دوى د ښار په دروازو كې دغه راز تكسونه غير قانوني بولي او زياتوي، چې:
دغه كار هم سوداگر زيانمنوي او هم په بازار كې نرخونه پورته كوي.
د تخار د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مدير محراب الدين هم د سوداگرو دغه نيوكې په ځاى بولي او له دوى څخه ملاتړ كوي.
د تخار ولايت ښاروال آغا گل طغنی په داسې حال كې، چې د ښار په دروازو كې يو شمېر تكسونه قانوني بولي؛ خو د تالقانو د ښار په دروازه كې د تكسونو له اخيستو بې خبري ښكاره كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د دغه ولايت پوليسو د ښار په دروازو كې د ماليې او تكسونو په نوم د هر راز پيسو اخستل ردوي.
د يادونې وړ ده، چې وچه ميوه او د څارويو پوستكي د دغه ولايت د صادراتو ډېره برخه جوړوي.
درعین حال پولیس از اخذ هر گونه پول به عنوان مالیه یا تکس در دوازه های شهر انکار میکند.
میوه خشک و پوست حیوانات ، عمده ترین اقلام صادراتی تخار است.