تازه خبرونه
په تخار ولایت کې دوه لرغوني آبدې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي – چارواکي
په تخار ولایت کې د ۵۲ تاریخي او لرغونو سیمو څخه څخه دوه لرغوني آبدې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي.
د شيخ خليل الله ولي جومات او زيارت په تخار ولايت کې د څه دپاسه ٥٠ تاريخي آثارو يوه بېلګه ده، چې د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د بيارغونې په صورت کې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم د ورسج ولسوالۍ ځوانانو د دغو تاریخي آثارو د ویجاړیدو د مخنيوي په موخه کار پيل کړى؛ خو د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د لرغونو آثارو د بيارغونې په برخه کې د تېرو حکومتونو له نه پاملرنې اندېښنه څرګندوي.
دوی وايي، چې د شيخ خليل الله تاريخي جومات چې ۴۸۰ کاله پخوانی دی؛ د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دی، چې اوسنی حکومت یې باید بیا رغونې ته جدي پاملرنه وکړي.
د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ويلي، د لرغونو آثارو شتون د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام ځان ته اړولی او که بيارغونه یې ونهشي؛ نو د دې امکان شته، چې يو شمېر دغه تاریخي آثار له منځه ولاړ شي.
د تخار اوسېدونکي هم د تاریخي آثارو له ناوړه حالت څخه اندېښمن دي او وايي، چې په تېر او اوسني وخت کې د لرغونو سيمو د بيارغونې لپاره هیڅ اقدام نهدى شوى.
د تخار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې له ۵۲ لرغونو ځایونو څخه دوه يې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د بيارغونې لپاره يې مرکز ته وړانديزونه استولي دي.
د تخار ولایت اطلاعاتو او فرهنګ د ګرځندوی امر نورالدین قلعج بیک ویلي، د دغه ولايت لرغونو او تاريخي ځايونو د سیلانیانو ډېره پاملرنه راجلب کړې. که د دغو لرغونو ځایونو بیا رغونه وشي؛ نو د ډېرو سیلانیانو پام به ورواوړي.
تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په زړه کې یې پخواني لرغوني آثار شته؛ ډېر یې د سقوط له ګواښ سره مخ او تردې مهال د دې لرغونو آثارو د بیا رغونې ژمنې هم پلې شوې نهدي.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ویزو پر آسانتیا او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلامجار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو په هرات ولایت کې د یوې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې پر آسانتیا، د اسلامکلا له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلامجار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د هرات والي د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اسلامکلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلامکلا پر پوله د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.
دغه راز په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال هم د ویزو د ورکړې د آسانتیا او د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د اواري لپاره به لازم ګامونه پورته شي.
هرات او د اسلامکلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
تازه خبرونه
د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.
د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارتکوونکو او سیلانیانو کوربه وي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.
وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوملیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نهلرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion4 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی4 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه21 hours agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا4 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
