تازه خبرونه
په تخار کې د سرو زرو د کان کېندونکي شرکت او خلکو د نښتې له څېړلو خبر ورکړ شو
هغه نن (سېشنبه) په یوه ږغیز پیغام کې آریانانیوز ته ویلي، چي، د یادي شخړې له کبله ځاني او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان تائید کړې، چي د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کي د سرو زرو د یوه قراردادي شرکت او سیمه ییزو خلکو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه نن (سېشنبه) په یوه ږغیز پیغام کې آریانانیوز ته ویلي، چي، د یادي شخړې له کبله ځاني او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.
همایون افغان وايي؛ په دې اړه یو ولایتي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چي له څېرنو وروسته د پېښې بشپړ جزئیات رسنیو ته وړاندې کړي.
ویل کیږي، چې پېښه مرګ او ژوبله هم لري.