Connect with us

تازه خبرونه

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د بېلاروس له سفیر سره وکتل

د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د ګډ کار او هر اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی.

خپور شوی

د

په عشق‌آباد کې د اسلامي امارت سفارت څرګنده کړې، چې د سفارت شارژدافیر فضل محمد صابر په ترکمنستان کې د بېلاروس له سفیر ستانی‌سلاو چیپورنوی سره د لیدنې تر څنګ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د پانګونې فرصتونو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د پلاويو د تګ راتګ آسانتیاوو او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د ګډ کار او هر اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی.

دا بحث او خبرې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د اسلامي امارت له هڅو سره سمې ترسره شوې دي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې افغانستان د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو په لټه کې دی.

له دې مخکې فضل محمد صابر له ترکمن چارواکو او ملګرو ملتونو استازو سره په لیدنه کې د بېخبنایي پروژو لکه ټاپي، اوسپنې‌پټلۍ او د سوداګرۍ پر زیاتېدا ټینګار کړی و.

بېلاروس، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو لکه ترکمنستان سره نږدې اړیکې لري؛ هم په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو په لټه کې دی.

دا غونډه کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د نورو تعاملاتو لپاره لار اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي او سیاسي بیارغونې لپاره د نویو شریکانو په لټه کې دی.

تازه خبرونه

پاکستان کندهار او مزارشریف ته دوه سرقونسلان غوره کړل

په دې غوراویو کې د کندهار لپاره شهباز حسین او د بلخ لپاره اویس احمد خان د پاکستان د سرقونسلانو په توګه ټاکل شوي دي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خپلو بهرنیو استازولیو لپاره ۱۹ سفیران او سرقونسلان غوره کړي دي.
په دې غوراویو کې د کندهار لپاره شهباز حسین او د بلخ لپاره اویس احمد خان د پاکستان د سرقونسلانو په توګه ټاکل شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن (چارشنبه د سلواغې دوه‌ویشتمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ دغه ټاکنې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف پر خوښه ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې له څه نا څه څلور میاشتو راپدېخوا تړلې پاتې دي.
Continue Reading

تازه خبرونه

نن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده

ګوټرش ویلي؛ هره نجلۍ باید وکولی شي په علم کې خپل راتلونکی وویني او هره ښځه باید وتوانېږي، چې په خپل علمي مسلک کې پرمختګ وکړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش له دې ورځې سره هممهاله د ښځو او نجونو لپاره په علومو کې د برابرو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

ګوټرش ویلي؛ هره نجلۍ باید وکولی شي په علم کې خپل راتلونکی وویني او هره ښځه باید وتوانېږي، چې په خپل علمي مسلک کې پرمختګ وکړي.

ګوټرش زیاته کړې؛ ښځې اوس هم د نړۍ د څېړونکو له درېیمې برخې څخه کمه برخه جوړوي او په پرمختللیو څانګو لکه مصنوعي ځیرکتیا او کوانټومي علومو کې د هغوی حضور ډېر محدود دی، چې په نړۍ کې د علمي پرمختګ او نوښت بهیر محدودوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همداراز ویلي، چې سږکال د ښځو او نجونو د علومو نړیواله ورځ د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو علومو، STEM  او مالي برخو ترمنځ پر همغږۍ راڅرخیږي، چې جنسیتي خنډونه کم شي، د ښځو سټارټ‌اپونه پیاوړي او زده‌کړو او علمي فرصتونو ته لاسرسی د ټولو لپاره تضمین شي.

ګوټرش د ښځینه ساینسپوهانو نوی نسل هڅولی، چې په علمي ډګر کې فعاله ونډه واخلي.

دغه راز په افغانستان کې اروپايي ټولنې هم ویلي، چې افغان ښځې، له نرسانو او قابلو څخه تر څېړونکو پورې؛ د ټولنې په روغتیا او هوساینې کې بنسټیز رول لوبوي.

اروپایي ټولنې ډاډ څرګند کړی، چې ښځې باید له ساینس او ​​پرمختګ برخمنې وي او د ټولو لپاره د زده‌کړې ملاتړ به روان وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي؛ دا ورځ په داسې وخت کې راځي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د زده‌کړې له بندیز څخه ۱۶۰۷ ورځې تېرې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

آیا پاکستان د افغانستان په جګړه کې «دوه‌مخې لوبه» کړې؟- خلیل‌زاد

خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته «ځان امریکا ته پر کرایه ورکړی و» او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې له واشنګټن سره همکاري کوله.

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

خواجه آصف تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته ویلي، چې پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته «ځان امریکا ته پر کرایه ورکړی و» او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې له واشنګټن سره همکاري کوله.

زلمي خلیل‌زاد دغو څرګندونو ته په نغوته(اشاره) کې ویلي: په داسې حال کې، چې پاکستان له امریکا څخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولې؛« همهاله یې هغو کسانو ته پناه‌ځایونه برابرول، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد جنګېدل.»

د امریکا پخواني استازي پوښتنه کړې، چې آیا دا اقدام د یوې «دوه‌مخې لوبې» برخه وه؟ او آیا د پاکستان چارواکو د امریکا مخالفانو ته د پناهځایونو برابرولو په بدل کې له کوم بل ځواک څخه هم امتیاز یا «کرایه» ترلاسه کوله که نه؟

خلیل‌زاد زیاته کړې، چې د دغو پوښتنو ځوابونه کولی شي د افغانستان د جګړې پر مهال د سیمې د سیاستونو نوي اړخونه روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون خواجه آصف د پاکستان پارلمان ته دا هم ویلي، چې په افغانستان کې پخوانۍ جګړې د سیاسي ګټو لپاره ترسره کېدې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!