تازه خبرونه

په ترکمنستان کې له وچې سره د تړلو هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس پرانیستل شو

د ملګروملتونو عمومي منشي د دغو مراسمو په پرانیسته کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د نفوس ۷سلنه وګړي، په نامناسب ډول د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصادي سیسټم له اغېزو څخه اغېزمن شوي دي.

Published

on

د ترکمنستان په پلازمېنه کې له وچې سره د تړلو مخ پر وده هېوادونو په اړه تېره ورځ د ملګروملتونو ټولنې څلور ورځنی کنفرانس پیل شوی دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي د دغو مراسمو په پرانیسته کې ویلي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د نفوس ۷سلنه وګړي، په نامناسب ډول د اقلیمي بدلون او نړیوال اقتصادي سیسټم له اغېزو څخه اغېزمن شوي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي: په ترکمنستان کې له وچې سره د تړلو او پرمختللو هېوادونو (LDCs) درېیمه غونډه روانه ده. دا غونډه د اګست پر پېنځمه پیل شوه او څلور ورځې به روانه وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش وویل: “په افریقا، آسیا، اروپا او سویلي امریکا کې له  وچې سره د تړلو ۳۲ پرمختللو هېوادونو لپاره، جغرافیه ډېری وخت پراختیایي فرصتونه محدودوي او نابرابري دوامداره کوي. ستاسې هېوادونه له سختو ننګونو سره مخ دي: د سوداګرۍ لپاره لوړ خنډونه، د ټرانسپورت لوړ لګښتونه او نړیوالو بازارونو ته محدود لاسرسی. دوی سره له دې، چې د نړۍ ۷سلنه نفوس لري؛ د نړۍ د اقتصاد او سوداګرۍ یوازې یوه سلنه جوړوي.”

افغانستان د نړۍ له وچې سره د تړلو ۳۲ هېوادونو څخه یو دی. په داسې هېوادونو کې اورګاډي او مخابراتي مزو ته ورته نوښتونه ځانګړی ارزښت ترلاسه کوي. له همدې کبله، د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې هغه ټرانس-افغان اوسپنې‌پټلۍ ته له ورته پروژو ملاتړ کوي، چې د سیمه‌ییزې اړیکې پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي: “د نړیوالو ټرانسپورټي دهلیزونو او بېخبناوو د پراختیا د چټکولو لپاره همغږي اقدامات اړین دي. مونږ د ازبکستان- افغانستان- پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ پروژې د جوړولو او پلي کولو له چټکتیا ملاتړ کوو. د چین- قرغزستان- ازبکستان له اوسپنې‌پټلۍ سره د دې امید لرونکې دهلیز یوځای کیدل، چې اوسمهال تر کار لاندې دی؛ نوي سوداګریز، ټرانسپورټي او اقتصادي فرصتونه برابر کړي.”

اسلامي امارت ويلي، چې دوی غواړي افغانستان په یوه سیمه‌ییز څلور لارې بدل کړي، د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا خورا مهمه ده او کابل چمتو دی، چې په دې برخه کې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې دا غونډه له وچې سره د تړلو پرمختللو هېوادونو د ظرفیت د کارولو لپاره د معنی لرونکو ملګرتیاوو د سپړلو فرصت برابروي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا هېوادونه د ساحلي هېوادونو پر پرتله ۳۰ سلنه لوړ سوداګریز لګښتونه لري.

Trending

Exit mobile version