تازه خبرونه
په تېره یوه اوونۍ کې نږدې ۱۸۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
نړیوال مرستندویه بنسټونه وايي، چې دغو خلکو په پاکستان کې د استوګنې جوازونه درلودل.
د کډوالو د راستنېدو د سیلاب له راپورونو وروسته په تېره اوونۍ کې له ۱۷ زره ۶۰۰ څخه ډېر کسان له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولډک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
نړیوال مرستندویه بنسټونه وايي، چې دغو خلکو په پاکستان کې د استوګنې جوازونه درلودل.
د دې بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ له ۱۵ زره څخه زیاتو خلکو، چې ۴۶ سلنه یې ښځینه راستنېدونکې دي؛ افغانستان ته له راتلو وروسته اړینې مرستې ترلاسه کړې دي.
په دې دروازو کې موجودو ادارو خبرداری ورکړی، چې د راستنېدونکو شمېر په خورا لوړه کچه پاتې دی او دوی د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
د سرحدي مرستندویه بنسټونو د ګډې همکارۍ د راپور له مخې؛ ډېري راستنېدونکو کورنیو ټاکل شوي منزلونه کندوز، ننګرهار، کندهار، کابل او هلمند ولایتونه ول.
یو شمېر افغان راستنېدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دوی ته سرپناه او دندې برابرې کړي.
دغه راز اسلامي امارت ډاډ ورکړی، چې د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره پلان لري او هغوی ته به د سرپناه او کار زمینه برابره کړي.
اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د راستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره پلان لري او هغوی ته به د سرپناه او کار زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې د راستنېدونکو لپاره به د دوی په خپلو ولایتونو کې ښارګوټي جوړ شي.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهیم پړاو پیل کړ. دا یو داسې اقدام دی، چې له سختو نړیوالو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی دی. مرستندویه ادارې دا خبرداری هم ورکوي، چې د دوی تمویل د راستنېدونکو د لوړ شمېر پر پرتله ناکافي او مخ پر کمېدو دی.
