تازه خبرونه
په تېرو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي – یوناما
یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ژوبله د جون د اتهویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله په افغانستان کې ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې شپږ ښځې او ۳۱ ماشومان دي.
یوناما وایي؛ د ملکي وګړو ډېره مرګ او ژوبله د جون د اتهویشتمې په هغو هوايي بریدونو کې اوښتې، چې د پکتیکا، کونړ او پکتیا ولایتونه یې پر نښه کړي وه.
یوناما زیاته کړې؛ له یاد وخت راپدېخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسلهوال تاوتریخوالو له کبله د ملکي تلفاتو ۳۹۹ پېښې ثبت شوي، چې ۵۷ وژل شوي او ۳۴۲ ټپیان دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د ټولو قربانیانو له ډلې ۴۰ ښځې او ۱۱۲ ماشومان هم دي او د دغو تلفاتو اصلي لاملونه هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې بلل شوې دي.
دغه راز د «روادارۍ » بشري حقونو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې د پاکستان د پوځي واکمنۍ په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، د دغو بریدونو له کبله له ۲۹زره څخه ډېرې کورنۍ بېځایه شوي او سلګونه عامه بنسټیز جوړښتونه، د درملنې مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او د استوګنې کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
«روادارۍ» بنسټ زیاته کړې، دغه زیانونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د لږ تر لږه ۵۰ بریدونو له کبله ثبت شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په کابل کې د روږدو پر «امید» نومي روغتون برید د دې مودې تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان په کې وژل شوي یا ټپیان دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې ځینو بشري حقونو بنسټونو پخوا هم دا بریدونه جنګي جنایتونه بللي او د عاملانو د حسابورکولو غوښتنه یې کړې ده.
دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي واکمنۍ بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی او د اسلامآباد هغه ادعاوې یې بېبنسټه ګڼلې، چې ګواکې وسلهوال کسان یې پر نښه کړي دي. دې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د پاکستان هغه څه وغندي، چې دوی یې« تیري کوونکي اقدامات» بولي.
په کابل کې د پاکستان سفارت یوناما ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت مخالفې وسلهوالې ډلې اوس هم د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخلي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت یې ردوي او بېبنسټه یې بولي.