تازه خبرونه

په تېرو دوه کلونو کې افغانستان ته له ۴ میلیون ډېر کډوال راستانه شوي

د مهاجرت نړیوالې ټولنې (آ‌ی‌او‌ام) په خبرپاڼه کې راغلي: افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې د کډوالو د ډله‌ییزې راستنېدا له یوې پراخې څپې سره مخ دی؛ ځکه، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د مهاجرت نړیوالې ټولنې (آ‌ی‌او‌ام) ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیون ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې له کبله یې د پراخ بشري بحران خبرداری او د دې بحران د مدیریت لپاره د بېړنۍ بودجې او سیمه‌ییزې همکارۍ غوښتنه رامنځته کړې ده.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې (آ‌ی‌او‌ام) په خبرپاڼه کې راغلي: افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې د کډوالو د ډله‌ییزې راستنېدا له یوې پراخې څپې سره مخ دی؛ ځکه، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دې ټولنې زیاته کړې؛ یوازې سږ کال (۲۰۲۵) یو نیم میلیون خلک افغانستان ته راستانه شوي او د پاکستان د حکومت د وروستۍ پرېکړې له په پام کې نیولو سره، چې د افغان کډوالو د استوګنې جوازونه نه نوي کیږي؛ نو تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې له پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون نور افغانان هم راستانه شي.

په افغانستان کې د (آ‌ی‌او‌ام) دفتر مشر، چې په دې وروستیو کې یې له افغانستان څخه لیدنه کړې؛ د راستنېدونکو وضعیت نازک وباله او څرګندوي، چې د ایران په پوله کې ډېری کورنۍ ستړې، بې‌سرپناه او اساسي آسانتیاوې نلري.

هغه ټینګار کړی؛ دا اداره هڅه کوي، چې یوازې په ۱۰ کې یو تن ته، چې مرستې ته اړتیا لري؛ خدمات وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي په داسې حال کې، چې په سرحدونو او راستنېدونکو سیمو کې د موجوده ملاتړ سیسټمونو د سقوط په اړه خبرداری ورکړ؛ له نړیوالې ټولنې څخه د اضافي بودجې او بېړنۍ همکارۍ غوښتنه وکړه او وایي: “دا یو داسې وضعیت دی، چې هیڅوک باید ورسره مخ نشي او افغانستان باید هیر نشي.”

له اپریل راپدېخوا له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدا زیات شوې؛ له هغې وروسته، چې د بې اسنادو کډوالو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکل شوه او په ورته وخت کې له ایران څخه د راستنېدا لویه څپه پیل شوې او روانه ده.

د (آ‌ی‌او‌ام) مشر د موجوده ننګونو په اړه ویلي: ډېرې هغه سیمې، چې راستنېدونکي ورسننیږي؛ بنسټیز خدمات او اقتصادي فرصتونه نلري او پرته له پانګونې د دوی بیا یوځای کېدا به له ډېرو ستونزو سره مل وي، چې کولی شي د نورو بې ځایه کیدو لامل شي.

هغه د افغانستان په ښارونو کې د کورونو خرابېدو وضعیت ته هم اشاره وکړه او په دې اړه یې ویلي، چې د سرپناه نشتوالی او د کرایې چټک زیاتوالی د راستنېدونکو لپاره جدي ستونزې دي.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې ټینګار کړی؛ بېرته ستنېدا باید  خوندي، داوطلبانه او له انساني وقار سره ترسره شي او خبرداری یې ورکړی، چې د نړیوال ملاتړ او سیمه‌ییزې همکارۍ په نشتوالي کې به دا کړکېچ نور هم پراخ او بشري ناورین رامنځته کړي، چې د افغانستان او سیمې لپاره به ښې پایلې ونلري.

د ژمي موسم په نږدې کېدو او د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره د دوامداره او بېړني ملاتړ اړتیا تر بل هر وخت ډېره حس شوې ده.

Trending

Exit mobile version