تازه خبرونه

په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان پېنځه میلیون وګړي پېځایه شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۰)

د طبیعې پېښو په چارو کې د دولت وزارت نن پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۷ ویلي، چې په ټول هېواد کې بېځایه شویو ته د لاسرسي بېړنۍ چارې پیل شوې دي.

د یاد وزارت چارواکو ویلي، چې په تېرو دوه کلونو کې له جګړو ۵ میلیون افغانان بېځایه شوي دي.

د پېښو په وړاندې د مبارزې وزیر غلام بهاوالدین جیلاني په دې اړه ویلي؛ مونږ په ۲۵ ولایتونو کې پخپل ټول واک و ځواک د بیړنیو مرستو رسولو چارې پیل کړي او تېره ورځ مو د هېواد ۱۷ ولایتونو ته لاسرسی موندلی دی.           

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه میاشتو کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د ۲۵ ولایتونو  ۳۲۳۸۴ کورنۍ بېځایه شوي، تر دې دمه ۲۰ زره کورنیو ته مو لاسرسی موندلی دی.

چارواکو طالبان ملامته کړي، چې تاوتریخوالي ته یې لمن وهلی او جګړو ته یې زور ورکړی دي.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې دوه شپېته زره څلور سوه اتیا کورنۍ بې ځایه شوي، چې د لاسرسي لپاره یې ۵۰۰ میلیون افغانیو ته اړتیا ده.

بېځایه شوې نسرین نومې وایي: یوه میاشت کیږي، چې له خپل کور و کلي وتلي یو؛ در پر در خاورې پر سر یو.

بله بېځایه شوې بې بي مهرو نومې وایي: په کلي کې مو جنګ وشو؛ الوتکو بمبارد کړو او طالبان راغلل، یو څه شیان مو له ځان سره راواخستل، ډېر څه رانه پاتې او وږي تږي راوتښتېدو.

یاد وزارت د جګړو او کرونا تر څنګ وچکالي بله ستونزه یادوی، چې دا وزارت یې له سخت حالت سره مخ کړی.

Trending

Exit mobile version