تازه خبرونه

په تېرو ۲ میاشتو کې له ۵۰۰۰ ډېرو بهرنیو وګړو افغانستان ته سفر کړی

د ملي احصائې او معلوماتو ملي ادارې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال په تېرو دوه میاشتو کې د ۱۱۹ مېرمنو په ګډون  ۲ زره ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۲ زره ۳۹۳ نور، چې ۶۷ یې ښځې دي؛ له افغانستان څخه وتلي دي.

Published

on

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې په تېرو دوه میاشتو کې د افغانستان د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته د  ۵ زره  ۷۸ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

د ملي احصائې او معلوماتو ملي ادارې د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال په تېرو دوه میاشتو کې د ۱۱۹ مېرمنو په ګډون  ۲ زره ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۲ زره ۳۹۳ نور، چې ۶۷ یې ښځې دي؛ له افغانستان څخه وتلي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د ثبت شویو کسانو د شمېر پر بنسټ ۲ زره ۶۱۸ کسان د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۴۰ نور د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته داخل شوي، چې ۳۵۲ کسان د افغانستان د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدلو لپاره او پاتې نور د کار لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

د دې ادارې د څرګندونو پر بنسټ د بهرنیو وګړو تر ټولو لوی شمېر ۱۸ سوه ۲۰ د نیمروز بندر له لارې، ۵۷۷ د هرات بندرونو له لارې او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، تورخم، سپین بولډک بندرونو او د فاریاب د اقینې بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د دغو بهرنیو وګړو د هویت په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version