تازه خبرونه
په تېر کال کې د څه باندې ۵۰۰ لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې
د هېواد د ملي موزیم مسوولینو ويلي؛ د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې څه باندې ٥٠٠ لرغوني آثار له قاچاق وړونکیو څخه ترلاسه او ملي موزيم ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان ملي موزیم د هېواد یو له تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه دی، چې د بېلابېلو تاریخي دورو مهم تاریخي او فرهنګي آثار په کې ځای پر ځای شوي دي.
د دې ادارې مسوولینو ويلي، په څه کم یو کال کې یې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ۵۰۰ څخه د زیاتو لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیولې او ملي موزیم ته یې سپارلي دي.
د افغانستان ملي موزیم چارسمبالی زبیر عبادي زیاته کړې؛ په تېرو شپږ میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ نور آثار د کیندنو له لارې ترلاسه شوي، چې اوس د افغانستان په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ملي موزیم کارکوونکی صفي الله ویلي؛ اوس هم په دغه موزيم کې ډېر تاريخي او فرهنګي آثار شته او هره ورځ د هېواد ګڼشمېر هېوادوال، د ښوونځيو زدهکوونکي، کورنۍ او يو شمېر بهرني سيلانيان له دغه موزيم څخه د ليدنې لپاره راځي.
له بلې خوا یو شمېر سیلانیان په ملي موزیم کې د اسانتیاوو له نشتوالي او د تاریخي آثارو د څېړنې په اړه د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي، چې په دې فرهنګي ځای کې دې د تاریخي آثارو د لا زیاتې څېړنې لپاره د څېړنو یو انستیتیوت جوړشي.
له دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي وه، چې د بل هېواد له فرهنګي ځايونو څخه د سيلانيانو لیدنه ګډې ګټې رامنځته کوي، چې د دغه کار د پرمختګ لپاره بايد ترسره شي.
تېره اوونۍ د موزیم د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په ملي موزیم کې د لوګر دعینکو د مسو له کان څخه له سل ډېر لرغوني آثار نندارې ته وړاندې شول.