Connect with us

تازه خبرونه

په تېر کال کې د څه باندې ۵۰۰ لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

خپور شوی

د

د هېواد د ملي موزیم مسوولینو ويلي؛ د امنيتي ځواکونو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې څه باندې ٥٠٠ لرغوني آثار له قاچاق وړونکیو څخه ترلاسه او ملي موزيم ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان ملي موزیم د هېواد یو له تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه دی، چې د بېلابېلو تاریخي دورو مهم تاریخي او فرهنګي آثار په کې ځای پر ځای شوي دي.

  د دې ادارې مسوولینو ويلي، په څه کم یو کال کې یې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ۵۰۰ څخه د زیاتو لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیولې او ملي موزیم ته یې سپارلي دي.

د افغانستان ملي موزیم چارسمبالی زبیر عبادي زیاته کړې؛ په تېرو شپږ میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ نور آثار د کیندنو له لارې ترلاسه شوي، چې اوس د افغانستان په ملي موزیم کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د ملي موزیم  کارکوونکی صفي الله ویلي؛ اوس هم په دغه موزيم کې ډېر تاريخي او فرهنګي آثار شته او هره ورځ د هېواد ګڼ‌شمېر هېوادوال، د ښوونځيو زده‌کوونکي، کورنۍ او يو شمېر بهرني سيلانيان له دغه موزيم څخه د ليدنې لپاره راځي.

له بلې خوا یو شمېر سیلانیان په ملي موزیم کې د اسانتیاوو له نشتوالي او د تاریخي آثارو د څېړنې په اړه د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي، چې په دې فرهنګي ځای کې دې د تاریخي آثارو د لا زیاتې څېړنې لپاره د څېړنو یو انستیتیوت جوړشي.

له دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي وه، چې د بل هېواد له فرهنګي ځايونو څخه د سيلانيانو لیدنه ګډې ګټې رامنځته کوي، چې د دغه کار د پرمختګ لپاره بايد ترسره شي.

تېره اوونۍ د موزیم د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان په ملي موزیم کې د لوګر دعینکو د مسو له کان څخه له سل ډېر لرغوني آثار نندارې ته وړاندې شول.

تازه خبرونه

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه

ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافي‌مسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱, ۱۴۰۵

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.

ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافي‌مسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.

هغه زیاته کړې؛ قزاقستان د رسمي غوښتنې په صورت کې چمتو دی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د هواري لپاره رول ولوبوي.

هغه ویلي: «هر ډول شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. د قزاقستان ولسمشر هم پر همدې موضوع ټینګار لري او مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې خپلې لانجمن مسائل د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.»

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همداراز له افغانستان سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې آستانې ان په سختو کلونو کې هم خپله سفارت فعال ساتلی و.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، قزاقستان له هغو لومړیو هېوادونو څخه و، چې خپل سفارت ته یې رسمي حیثیت ورکړ او په کابل کې یې میشت سفیر معرفي کړ.

ژومانګارین زیاته کړې؛ قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی. هغه همداراز ویلي، چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګري اوس هم فعالیت کوي.

نوموړی هیله شوی، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع به هم د ډیپلوماټیکو او سیاسي بهیرونو په چوکاټ کې مخته ولاړه شي او په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي.

کابل ته د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د سریک ژومانګارین پر مشرۍ د غبرګولي پر دېرشمه کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول

د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.

Published

on

 

ترکي رسنۍ «قیصه دالغا» د پاکستان د بلوڅستان ایالت د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې یو ترکي وګړی احمد کازانجي، چې د دغې ډلې د رسنیو په څانګه کې یې د ترکي ژبې تبلیغاتي توکي خپرول او تېره اوونۍ په پاکستان کې نیول شوی؛ د فعالیتونو په اړه نوي جزئیات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوڅستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.

په راپور کې راغلي، چې کازانجي له ۲۰۲۴ز. کال راوروسته له قونیې ښار څخه داعش ته ور اوښتی و او وروسته له هغې، چې په ناقانونه توګه د ایران له لارې پاکستان ته تللی؛ د بلوڅستان په سیمه کې یې د داعش خراسان د رسنیو له څانګې سره کار پیل کړی و.

احمد کازانجي، چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېده، ترکي چارواکو ته ویلي، چې په جګړه‌ییزو فعالیتونو کې یې برخه نه‌ده اخیستې؛ بلکې په خپله خوښه یې د رسنیو په دفتر کې کار کاوه.

د «قیصه دالغا» د راپور له مخې، بلوڅستان د داعش خراسان د فعالیتونو له مهمو سیمو څخه بلل کېږي او د مستونګ، کلات، خضدار، بولان او سِبي سیمې څو ځله د دغې ډلې د کمپونو او بنسټونو اړوند په امنیتي او خبري راپورونو کې یادې شوې دي.

راپور د اوزګور آلتون، چې په «ابو یاسر الترکي» مشهور و؛ دوسیې ته هم اشاره کړې ده. نوموړی تېر کال د ترکیې د ملي استخباراتو په عملیاتو کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې نیول شوی و.

امنیتي سرچینو دغې رسنۍ ته ویلي، چې آلتون د داعش خراسان د ترکي ژبې تبلیغاتي فعالیتونو، د غړو د جذب او سیمې ته د کسانو د لېږد د لارو چارو په برابرولو کې مهم رول درلود.

کازانجي څېړونکو ته ویلي، چې له آلتون سره یې هېڅکله مخامخ لیدنه نه‌ده کړې او اړیکه یې یوازې د ټیلیګرام له لارې ورسره وه.

هغه همداراز ویلي، چې تر یوه وخته وروسته یې د سیمې له شرایطو سره ځان برابر نه‌شو کړی او پرېکړه یې وکړه، چې له دغې ډلې ووځي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، غوښتل یې د ایران له لارې بېرته ترکیې ته ستون شي.

د راپور له مخې، د ترکیې ملي استخباراتو کازانجي هغه مهال وپېژاند، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې د تګ په حال کې و او وروسته یې ترکیې ته ولېږداوه.

ویل کېږي، د څېړنو له بشپړېدا وروسته نوموړی زندان ته لېږل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان ولې د افغانستان وړاندیزونه کافي نه بولي؟- زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد لیکلي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي: د طالبانو له حکومت( اسلامي امارت) سره ډیپلوماسۍ، ځکه پایله نه‌‌ده ورکړې، چې کابل لازم تضمینونه او ژمنې نه‌دي ورکړي؛ خو هغه په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي وړاندې کړي.

Published

on

په داسې حال کې، چې افغان چارواکي وایي، کابل د پاکستان له امنیتي اندېښنو سره د مقابلې لپاره لیکلي تضمینونه، ګډ میکانیزمونه او د درېیم لوري د ارزونې اصل منلی؛ خو اسلام‌آباد ټینګار کوي، چې له افغانستان سره ډیپلوماسي بریالۍ نهده شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ تېره اوونۍ د پاکستان د پارلمان په غونډه کې یو شمېر غړو د هغو لګښتونو او خطرونو په اړه خبرې وکړې، چې له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري لپاره د ډیپلوماسۍ پر ځای د زور له کارولو پاکستان ته اوښتي دي. دغو غړو د خبرو پر مهال د ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

زلمی خلیلزاد لیکلي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دغو نیوکو په ځواب کې ویلي: د طالبانو له حکومت( اسلامي امارت) سره ډیپلوماسۍ، ځکه پایله نه‌‌ده ورکړې، چې کابل لازم تضمینونه او ژمنې نه‌دي ورکړي؛ خو هغه په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي وړاندې کړي.

د دې تاوتریخوالي په اړه پاکستان دا ادعا هم کوي: د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ډلې، چې په هغه هېواد کې د ناامنۍ او بریدونو مسوولې بلل کېږي؛ په افغانستان کې پناهځایونه او ملاتړ لري. افغانستان هم ادعا کوي، چې پاکستان داعش خراسان څانګې او نورو هغو ډلو ته ملاتړ او پناه برابروي، چې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي.

د نوموړي د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې لیکلي، افغانستان په دې برخه کې څو مهم ګامونه پورته کړي دي؛ کابل چمتووالی ښودلی، چې امنیتي تضمینونه پر لیکلي بڼه ورکړي او له پاکستان څخه هم ورته تضمینونه وغواړي. همداراز افغانستان د امنیتي ستونزو د هواري لپاره پر دوه‌اړخیزو میکانیزمونو، په ځانګړي ډول د ګډې همغږۍ کمیټې له لارې همکاري کړې ده.

خلیلزاد زیاته کړې؛ کابل د تائید او ارزونې په میکانیزمونو کې د درېیم لوري د ګډون اصل هم منلی دی. یوه فتوا یې صادره کړې هم ده، چې له مخې یې افغانان په پاکستان کې له بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو منع شوي او د پاکستان په غوښتنه یې هغه پاکستاني کډوال هم له سرحدي سیمو او د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو لرې کړي، چې د پخواني افغان حکومت پر مهال هلته میشت شوي وه.

هغه ټینګار کړی، چې د بېلابېلو هېوادونو پر منځګړیتوب افغان لوري په رسمي او نیمه رسمي خبرو اترو کې ګډون کړی او د هغو عناصرو پر ضد یې هم د تائید وړ اقدامات کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه یې د نورو هېوادونو پر ضد د استفادې د مخنیوي له تګلارې سرغړونه کړې وه.

سره له دې اوس هم دا پوښتنه پر ځای ده، چې که افغانستان دا ټول وړاندیزونه او اقدامات کړي وي، نو پاکستان ولې ډیپلوماسي ناکامه بولي او د کابل د وړاندیزونو په اړه یې مشخصې اندېښنې څه دي؟

د پاکستان د پارلمان هغه غړي، چې د ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي؛ له افغانستان سره د ستونزو د هواري لپاره داسې یوه هوکړه غواړي، چې له مخې یې د افغانستان او پاکستان امنیت ونه‌ګواښل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!