Connect with us

تازه خبرونه

 په تېر کال کې د ۸۵ پروژو چارې بشپړې شوي او پر ۲۴ نورو کارروان دی

دغه راز دې وزارت سربېره پدې ۱۶۹۸ کیلومټره سړک رغولی؛ د قیر اچولو چارې یې بشپړې شوي او د روان کال ترپایه به د کابل – کندهار سړک د رغولو چارې بشپړیږي؛ د کندهار معروف سرک د کار چټکول، کندهار روزګان سړک د کار سرعت، د سالنګونو د سړک د پاتي برخو د کارونو پیل يي له مهمو پروژو څخه دي.

خپور شوی

د

د ټولګټو چارو وزارت د یو کلنو فعالیتونو د رپوټ وړاندې کولو پر مهال  ویلي، چې دې وزارت په تېرکال کې له ۱۰۹ پروژو څخه ساتنه او څارنه کړې؛ د ۸۵ پروژو د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوي او ۲۴ نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز دې وزارت سربېره پدې ۱۶۹۸ کیلومټره سړک رغولی؛ د قیر اچولو چارې یې بشپړې شوي او د روان کال ترپایه به د کابل – کندهار سړک د رغولو چارې بشپړیږي؛ د کندهار معروف سرک د کار چټکول، کندهار روزګان سړک د کار سرعت، د سالنګونو د سړک د پاتي برخو د کارونو پیل يي له مهمو پروژو څخه دي.

د ټولګټو چارو وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې به د دغو پروژو کارونه په عملي ډول سره پیل شي.د هېواد حلقوي سړک د پاتي برخو تکمیل، د ننګرهار کابل د دوه ‌یم  سړک د کارونو پیل، د کابل غزني د دوه‌یم سړک پیل او د هرات غور د سړک د چارو پیل يي د روان کال له اړینو پروژو څخه دي، چې عملي چاري به يي پیل شي.

د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال عبد الکریم فاتح ویلي: په تېر کال کې له ۱۰۹ پروژو څخه د ۸۵ پروژو د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوي او ۲۴ نورې تر کار لاندې دي. سربېره پر دې د ۱۶۹۸ کیلومټره سړک د قیر اچونې او بیا رغونې چارې ترسره شوې دي.

د ټولګټو چارو وزارت د پرمختیايي او بېخبنایي پروژو پر پلي کېدو څه باندې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، چې د ۹۹۷ اعشاریه ۴ کیلومټره سړکونو د ډیزاین چارې بشپړې شوي، ۲۷۹ اعشاریه ۴۸ کیلومټره سړکونو پخول، د ۱۶۰ مټرو پلونو رغول او د ۲۴۴ اعشاریه ۸ کیلومټره سړکونو د ډیزاین د کار پیل د دغه وزارت د تېر کل له لاسته راوړنو څخه دي.

د دې وزارت مسوولینو ويلي، چې تېر کال يي ۴ اعشاریه ۱ میلیون مټریک ټن انتقالات تر سره کړي او د اوسپنې‌پټلي د پرا ختیا هڅې رواني دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق‌شناس وایي؛  د خواف – هرات د څلورمې برخې د لومړي فاز او د هرات – مزارشریف د اوسپنې‌پټلۍ د بنسټیزې رغونې او غیر ریلي‌پټلۍ د پروژې قرارداد پای ته ورسید او د څلورم فاز د دوه‌یم فاز کار پیل شو، چې یو لومړیتوب دی.

ویل کیږي، چې تېر کال ۱۲زره کیلو مټره سړکونه د پاک کارۍ په پلان کې شامل ول، چې ۵ زره ۱۲۸ کیلومټره يي د وزارت د ولایتي پرسونلونو له لوري په ۲۹ ولایتو نو کې سړکونه خلاص ساتل شوي ۲۶۰۳ کیلومټره نور بیا په ۱۳ ولایتونو کې د خصوصي سکټور پر مټ پاک ساتل شوي، چې د هېوادوالو ترافیکي جریانونه منظم وساتل شي.

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

 

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

Published

on

 

بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربه‌توب کوي.

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سې‌شنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.

ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.

د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه‌لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!