تازه خبرونه

په تېر یو کال کې له ۵۰ زره څخه زیاتو ښځینه متشبثو ته کاري جوازونه ورکړ شوي – عزیزي

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ولس ته د یاد وزارت د کلنی راپور وړاندې کولو پر مهال ويلي؛ په دې ملي پالیسۍ کې هڅه شوې د افغانستان اقتصادي نظام او پروژې د کورنیو عوایدو او مالي امکاناتو په اساس پرمخ ولاړې شي، چې هېواد له اقتصادي انزوا خلاص او یو تولیدي صادارتي او معیاري مسیر خپل کړي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۹, ۱۴۰۴

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغانستان ناخالص کورنی تولید په تېر کال کې ۲.۷ سلنه زیات شوی او له ۵۰ زره څخه زیاتو ښځینه متشبثو ته کاري جوازونه ورکړشوي دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ولس ته د یاد وزارت د کلنی راپور وړاندې کولو پر مهال ويلي؛ په دې ملي پالیسۍ کې هڅه شوې د افغانستان اقتصادي نظام او پروژې د کورنیو عوایدو او مالي امکاناتو په اساس پرمخ ولاړې شي، چې هېواد له اقتصادي انزوا خلاص او یو تولیدي صادارتي او معیاري مسیر خپل کړي.

 دغه راز د اقتصاد وزارت مسوولینو زیاته کړې؛ په دې ملي اقتصادي پالیسۍ کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ، صنعتي پراختیا او له سیمه‌ییزو او نړیوالو احتمالي بدلونونو څخه د هېواد د اقتصادي نظام خوندیتوب يي له محوري موضوعاتو څخه دي.

اقتصاد وزارت زیاتوي، دوی توانیدلي، چې د ښه مدیریت له مخې په سیمه او ګاونډ کې د هېوادونو له ستونزو سره – سره د افغانستان اقتصادي خوندیتوب تامین او خپلي اړیکې یې منظمې کړې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي: «ځینو هېوادونو هڅه کوله، چې د افغانستان اقتصادي مسیر تر خپل اغېز لاندي وساتي؛ خو افغانستان وتواند، خپل جغرافیايي موقعیت او مسلکي چلند له مخې په خپلواکه توګه د هېواد اقتصادي مسیرونه تعریف او وټاکي، چې اوس هماغه هېوادونه غواړي له مونږ سره ښې اقتصادي اړیکې ولري».

د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو ریاست عمومي رییس عبدالسلام اشرفي د څرګندونو له مخې؛ تېر کال يې د ټولو امارتي ادارو په وسیله په هېواد کې ۳۷۰ پراختیايي پروژې، ۸۷۳ فرعي پروژې پلي کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب ویلي؛ په هېواد کې دوه زره او ۶۴۰ نادولتي موسسي فعالیت لري، چې ۲۸۰ يز بهرنۍ دي او د سلګونه پلي کړو پروژو ټول لګښت یې ۶۹۵ میلیون امریکايي ډالره دی.

د اقتصاد وزارت مسوولینو له ټولو نادولتي موسسو غوښتي، چې په هېواد کې پر هغو پروژو تمرکز زیات کړي، چې د افغانانو پر ملي اقتصاد مثبت اغېز کولی شي.

ویل کیږي، چې نادولتي موسسې باید په هغو سیمو کې فعالیتونه پراخ کړي، چې په تېرو شل کلونو کې ورته خدمات ندي وړاندې شوي، چې له دې سره د متوازنې پراختیا زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version