تازه خبرونه

په تېر یو کال کې کابو ۴۰۰۰ پوځي وسایط رغېدلي – دفاع وزارت

Published

on

Last Updated on: وری ۲۲, ۱۴۰۲

ملي دفاع وزارت په تېر یو کال کې کابو ۴۰۰۰ پوځي وسایط رغولي او د امنیتی ځواکونو په واک کې یې ورکړي دي.

اسلامي امارت د امنیتی او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، پیاوړتیا او سمبالیدو لپاره پرلپسې هڅه کوي.

په زرګونه هغه پوځي وسایط، چې په پخواني حکومت کې له کاره غورزېدلي وه او یا هم بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال زیانمن کړي وه؛ اوس بېرته رغول شوي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړ شوي، چې شمېر یې ۴۰۰۰ ته رسیږي.  

د ملي دفاع وزارت د امنیتي او حمایوي لوا قومندان محمدعیسی یاسین ویلي؛ د نورو زرګونه نقلیه وسایطو په رغونه کار روان دی، چې په راتلونکیو څو میاشتو کې له رغونې وروسته به د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړ شي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې پوځي نقلیه وسایطو کې ټانګونه، زرهي موټر، رینجرې او د بار وړلو موټر شته، چې د ملي دفاع وزارت په دوه رغنځیو کې د تخنیکي ډلو له لوري رغول شوي دي. 

له دې مخکې هم د ملي دفاع وزارت له لوري په لسګونه هغه چورلکې او جنګي الوتکې، چې بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال ویجاړې کړې وې؛ بېرته رغولي او د هوايي ځواک په واک کې ورکړ شوي دي.

دغه راز د جګړې د کلونو پرمهال پر زرګونه پوځي وسایط د ماین چاودنو، نښتو او بېلا بېلو پېښو له کبله زیانمن او یا هم له منځه تللي دي.

د دې ترڅنګ د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي؛ د افغانستان اردو به تر ۲۰۰ زره پورې ورسول شي، چې د هېواد امنیت او ځکمني بشپړتیا د ساتنې لپاره به پر پرمختللیو وسلو او تجهزاتو سمبال وي.

Trending

Exit mobile version