تازه خبرونه
په جوزجان کې د یوې مور له پېنځه نویو زېږیدلو ماشومانو یو مړ و
سرچینو راپور ورکړی، چې له پېنځه ماشومانو څخه د څلور هغو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو یو ماشوم له زېږون مخکې مړ شوی و.
د یکشنبې پر ورځ( د لړم پېنځهویشتمه) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار په یوه خصوصي روغتون کې د جوزجان ولایت د فیضآباد ولسوالۍ یوې مور پېنځه ماشومان وزیږول.
سرچینو راپور ورکړی، چې له پېنځه ماشومانو څخه د څلور هغو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی؛ خو یو ماشوم له زېږون مخکې مړ شوی و.
د ماشومانو پلار صالح محمد ویلي؛ د هغه میرمن له یوې اوونۍ راپدېخوا په یوه خصوصي روغتون کې تر روغتیایي څارنې لاندې وه، چې اوس یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
صالح محمد له حکومت غوښتي، چې د دغو ماشومانو د پالنې په لومړیو ورځو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کې دا زېږون یوه بېسارې روغتیایي پېښه ګڼل شوې، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د هېوادوالو ترمنځ بېلابېل پراخ غبرګونونه راپارولي دي.