لوبی
په خوست ولایت کې د زرغون افغانستان جام دوهیم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي
د افغانستان کرکت بورد ویلي؛ دغه سیالۍ به په خوست ولایت کې د مهالوېش له مخې د غویی له ۹ تر ۲۷ / د اپریل میاشتې پر ۲۹ نېټه پیل شي، چې د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به روانې وي.
د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې، چې تېر کال ترسره شو، درې لوبډلو هندوکش سترایکرز، پامیر لیجیندز او میوند دیفیندرز ګډون درلود؛ خو د افغانستان کرکت بورد د جونیر چیمپینز په نوم څلورمه لوبډله هم یادو سیالیو ته اضافه کړه، چې په کې به د هېواد د نولس کلنې کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي برخه ولري او د هېواد د ملي لوبغاړیو ترڅنګ ولوبېږي او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړیو ترمنځ راتلونکیو سترو د آسیا او نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ونیسي.
د تېر کال په څېر دغه سیالۍ یو ځل بیا په یو ورځنۍ بڼه ترسره کېږي، چې په کې به یې هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ شي او د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ټولې ۱۳ سیالۍ وشي، چې وروستۍ پایلوبه یې د مې میاشتې پر ۱۷مه نېټه ترسره کیږي.
د نولس کلنې کم عمره لوبډلې ترڅنګ به په درې نورو ګډون کوونکیو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبېږي، چې راتلونکیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته ښه چمتو شي. دغه راز د هېواد ځوانو لوبغاړیو ته د پوره پرمختګ او غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د کورني کرکت یو شمېر ځوانو لوبغاړیو ته هم په یادو لوبډلو کې ځای ورکول کېږي، چې د خپلو ملي لوبغاړیو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان په دې اړه وایي، چې د یادو سیالیو لومړی پړاو په کامیابه بڼه ترسره شو او د نړیوالو سیالیو لپاره یې د ملي لوبډلې په چمتو کولو کې اغېزمن رول درلود، چې پرمټ یې افغان لوبډلې د زمبابوی په سفر خپلې شپږ واړه لوبې وګتلې او ډک لاسونه هېواد ته راستانه شول. دا، چې افغان لوبډله په نږدې راتلونکي کې نړیوالې سیالۍ لري؛ نو د افغانستان کرکت بورد غوره وګڼله، چې د یادو سیالیو دوهیم پړاو هم ترسره کړي، چې د راتلونکیو سیالیو لپاره افغان اتلان په ښه توګه چمتو کړي.
نوموړي زیاته کړې: دغه راز مونږ د لوبډلو شمېر هم څلورو ته لوړ کړ او د ځوانو اتلانو په نوم مو د نولس کلنې ملي لوبډلې د لوبغاړیو لپاره یوه جلا لوبډله جوړه کړه، چې له ملي اتلانو ترڅنګ ولوبېږي او راتلونکیو آسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی ولري.
د یادونې ده، چې د زرغون افغانستان جام سیالۍ تېر کال د افغانستان د کورني کرکت په جوړښت کې ځای پر ځای شوي. د کورني کرکت په جوړښت کې د زونونو پر کچه د غازي امان الله خان لیست اې او د وزیر محمد اکبر خان ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ له وړاندې ځای لري او په یاد جوړښت کې د دې سترو لوبو شاملول به د کورني کرکت سیالیو ته نوره تنوع ور وبښي، چې ورسره به د کورنیو یو ورځنیو سیالیو او په ټوله کې د کورني کرکت کیفیت نور هم لوړ شي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
لوبی
د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.
له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
