تازه خبرونه

په خوست کې د جلغوزيو له پاره ځانګړی مارکېټ جوړېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په خوست کې د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د جلغوزيو ځانګړي مارکېټ د جوړېدو چارې پيل شوې چې په ۴ جرېبه ځمکه کې به جوړ شي.

د خوست والي وايي، دا مارکېټ په ٤ جرېبه ځمکه کې د خصوصي سکتور په پانګونه جوړېږي چې وروسته به د جلغوزيو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه هم جوړه شي.

 په همدې حال کې سوداګر وايي، دوى پاکستان ته په قاچاقي ډول جلغوزي وړي چې هر کال ٨٠ ميليونه ډالر ترې لاسته راوړي، خو که په خپل هېواد کې د جلغوزيو ځانګړى مارکېټ او د پروسس فابريکه ولري، نو دا عايد به يې١٥٠ ميليونه ډالرو ته پورته شي.

دا ودانۍ به په دريو پوړونو کې د خصوصي سکتور په دوه ميليونه امريکايي ډالرو جوړه شی.

د خوست والي حکم خان حبيبي وايي: “د جلغوزيو د دې فابريکې په جوړېدو سره به په دې ولايت د جلغوزيو سوداګري پراختيايي ومومي او آن خوست به د بهرنيو سوداګرو له پاره د جلغوزيو ښه مارکېټ وي.”

د جلغوزيو په دې مارکېټ کې پر خوست سربېره، د پکتيا، پکتيکا د جلغوزيو سوداګر هم ګټه واخلي.

سوداګر شهزاده وايي: “تر دې وړاندې به موږ په قاچاقي ډول پاکستان ته جلغوزي وړل چې هغوی به نړيوالو بازارونو ته په خپل نوم صادرول، خو له دې وروسته به دا ستونزه اواره شي او افغاني جلغوزي به په خوست کې له پروسس او بسته بندۍ وروسته نړيوالو بازارونو ته په لوړه بيه د افغانستان په نوم صادر کړي.”

په همدې حال کې د ا جراييه رياست يو سلاکار غازی نواز تڼی وايي: “حکومت د خصوصي پانګونې ملاتړ کوي، دولت د عربي متحده اماراتو او ترکيې له سفيرانو سره په دې اړه خبرې کړې ديچې خوست ته ورشي او د نورو کارونو ترڅنګ له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي.”

سوداګر وايي، دوى هر کال له ٦ ولايتونو څخه د ٨٠ ميليونه ډالرو په ارزښت جلغوزيو په پاکستانو بازارونو کې پلوري چې په خپل هېواد کې د ځانګړي مارکېټ له جوړېدو او پروسس وروسته به دوى په خپله نړيوالو بازارونو ته جلغوزي صادروي چې کلنی عايد به يې ١٥٠ ميليونه ډالرو ته لوړ شي.

خبریال: فريدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version