تازه خبرونه
په خوست کې یوې مېرمنې له ۶ کلونو وروسته د نکاح شرعي حق ترلاسه کړ
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز زیاته کړې: د يادې مېرمنې پلار خپله لور د خپلې دوهیمې میرمنې د واده په بدل کې ورکړې وه، خو هغه کس بل واده کړی و او دا نجلۍ یې نه غوښتله. پلار یې خپلې لور ته اجازه نهورکوله، چې له بل چا سره واده وکړي. همدا علت و، چې دا قضیه تر شپږ کلونو ځنډېدلې وه.
د خوست ولایتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو پر هڅو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوې مېرمنې له شپږ کلونو وروسته د نکاح شرعي حق ترلاسه کړ.
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز زیاته کړې: د يادې مېرمنې پلار خپله لور د خپلې دوهیمې میرمنې د واده په بدل کې ورکړې وه، خو هغه کس بل واده کړی و او دا نجلۍ یې نه غوښتله. پلار یې خپلې لور ته اجازه نهورکوله، چې له بل چا سره واده وکړي. همدا علت و، چې دا قضیه تر شپږ کلونو ځنډېدلې وه.
د مستغفر ګربز د څرګندونو له مخې؛ له دې شکایت وروسته موضوع د یاد ریاست لهخوا ثبت او د نجلۍ له پلار سره یې ياده قضیه د شرعي اصولو په رڼا کې وڅېړله، په پایله کې یې پلار مکلف شو، چې خپلې لور ته د نکاح حق ورکړي او نور د هغې د ژوند په چارو کې خنډ نشي.
دې ریاست له ټولو خوست مېشتو ولسونو غوښتي، چې که څوک له ورته ستونزو او قضیو سره مخ وي؛ ډاډه دې یاد ریاست ته مراجعه وکړي، چې په اړه یې لازم اقدام ترسره شي.