تازه خبرونه
په دوحه کې د افغانستان سفیر د زړه درېدو له کبله ومړ
حکومتي سرچینو منلې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر حکیم دلیلي د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۹) ناڅاپه په روغتون کې بستر شو.
د راپورونو له مخې، دلیلي په قطر کې د زړه درېدو له کبله ومړ.
د ملي پخلاینې عالي شورا چارواکو ویلي، چې د هغه مړینه د افغانستان لپاره لوی زیان دی او هغه د افغانانو د سولي خپلمنځی سولې په خبرو کې فعاله ونډه اخیستې وه.
د یادې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، چې دلیلي د افغانستان د سولې بهر د بریالیتوب لپاره ډېر کار کړی دی.
حکیم دلیلي د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په فبرورۍ کې سفیر وټاکل شو او د سولې بهیر نوښت او له دوحې سره د اړیکو پیاوړي کولو لپاره یې نه ستړي کیدونکي هڅې تر سره کړې.
د تېر کال په اګسټ کې یې ګلف ټایمز ته څرګنده کړې وه، چې: زما دنده ماته د لاسته راوړنې احساس راکوي.
ارواښاد دلیلي نه یوازې په دوحه کې زدکړې کړې وې، بلکې د سیاست ډګر ته له وردانګلو مخکې یې د ښوونکي په توګه هم کار کړی و.