تازه خبرونه
په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسرائیلو برید یوه وحشیانه کړنه ده – اسلامي امارت
د اسلامي امارت ویاند د سېشنبې پر ماښام په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ دفتر د اسرائیلو هوایي ځواک پر نښه کړی، چې په پایله کې یې د حماس یو شمېر غړي “شهیدان” شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسرائیلو برید او د دې هېواد پر وړاندې یرغل پر سختو ټکو غندلی او دا یې یو “وحشیانه عمل” او له ټولو انساني معیارونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
د اسلامي امارت ویاند د سېشنبې پر ماښام په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ دفتر د اسرائیلو هوایي ځواک پر نښه کړی، چې په پایله کې یې د حماس یو شمېر غړي “شهیدان” شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاته کړې: ” صهیونیسټ رژیم پرلهپسې او پر ډېره بې رحمۍ منل شوي بشري او سیاسي نورمونه تر پښو لاندې او جرمونه کوي؛ خو اغېزمن هېوادونه او نړیوال بنسټونه یې پر وړاندې چوپ پاتې دي، چې دا خورا د افسوس وړ ده.”
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړې: “مونږ غواړو، چې د اسرائیلو روان یرغلونه او وحشتونه ژر تر ژره ودرول شي؛ د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو پر وړاندې روان یرغل، ترهګري او ظلم پای ته ورسیږي.”
حماس ته نږدې یوې سرچینې الجزیرې ته ویلي؛ د اسرائیلو دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د حماس مذاکراتي ډله د امریکا پر وړاندیز شوي اوربند د غور لپاره راټول شوي وه.
ویل کیږي، چې د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو دا بریدونه پر کلکه غندلي دي.