Connect with us

تازه خبرونه

په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسرائیلو برید یوه وحشیانه کړنه ده – اسلامي امارت

د اسلامي امارت ویاند د سې‌شنبې پر ماښام په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ دفتر د اسرائیلو هوایي ځواک پر نښه کړی، چې په پایله کې یې د حماس یو شمېر غړي “شهیدان” شوي دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۱۹, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت په دوحه کې د حماس پر دفتر د اسرائیلو برید او د دې هېواد پر وړاندې یرغل پر سختو ټکو غندلی او دا یې یو “وحشیانه عمل” او له ټولو انساني معیارونو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.

د اسلامي امارت ویاند د سې‌شنبې پر ماښام په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ دفتر د اسرائیلو هوایي ځواک پر نښه کړی، چې په پایله کې یې د حماس یو شمېر غړي “شهیدان” شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې: ” صهیونیسټ رژیم پرله‌پسې او پر ډېره بې رحمۍ منل شوي بشري او سیاسي نورمونه تر پښو لاندې او جرمونه کوي؛ خو اغېزمن هېوادونه او نړیوال بنسټونه یې پر وړاندې چوپ پاتې دي، چې دا خورا د افسوس وړ ده.”

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کړې: “مونږ غواړو، چې د اسرائیلو روان یرغلونه او وحشتونه ژر تر ژره ودرول شي؛ د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو پر وړاندې روان یرغل، ترهګري او ظلم پای ته ورسیږي.”

حماس ته نږدې یوې سرچینې الجزیرې ته ویلي؛ د اسرائیلو دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د حماس مذاکراتي ډله د امریکا پر وړاندیز شوي اوربند د غور لپاره راټول شوي وه.

ویل کیږي، چې د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو دا بریدونه پر کلکه غندلي دي.

تازه خبرونه

افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی؛ خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې کابل مېشتو سفیرانو ، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د ګډ روژه‌ ماتي پر مهال له ځمکني بشپړتیا د دفاع او د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل د وینا پر مهال ویلي: درنو سفیرانو او ډیپلوماټانو! ټولو اسلامي هېوادونو ته د جګړې غځېدا خواشیني کړي یوو او غواړو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم “پر ډېره بې رحمۍ” افغان کډوال ایستلي، سوداګریزې لارې یې بندې کړي، د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړی او په نړیوالو غونډو کې یې د افغانستان پر ضد پروپاګند پیل کړی دی.

امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان پوځیانو پر افغانستان جګړه تپلې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. زمونږ دفاعي برید د تېري ځواب دی، چې په کې یوازې پوځیان پرنښه شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د  بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه  له امنیتي خطرونو سره مخ کړې، چې د ستونزو د حل یوازنۍ لار خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې دي.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونه‌مني.

نوموړي ویلي: هیله ده، چې د تحمیلي جګړو پرځای د ولسونو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

Published

on

ټاکل شوې، چې نن( دوشنبه د کب اته‌لسمه ) د ملګرو ملتونوامنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره کړي.

له دې غونډې مخکې به پاناما د ښځو، سولې او امنیت د ملاتړو هېوادونو پر استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړي.

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د یوناما چارسمبالې(سرپرسته) ګاګنون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغانستان د وروستیو تپل شویو نښتو( د فبروري له شپږویشتمې څخه د مارچ تر پېنځمې پورې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي) له کبله د ملکي وګړو مرګ‌ او ژوبله، بې‌ځایه کېدا او زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.

بشري وضعیت اوس هم اندېښمنوونکی دی او د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیون وګړو څخه نږدې نیمایي یې مرستو ته اړتیا لري.

تمه ده، چې د شورا غړي به د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ملکي زیربناوو د ساتنې او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړي.

همداراز به بحثونه د یوناما د ماموریت د غځولو پر موضوع هم راوڅرخیږي؛ ځکه، چې د دې ماموریت وخت د مارچ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.

د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.

هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!