تازه خبرونه

په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو تر سره کول امکان نلري- یوسف رشید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حکومت اعلان وکړ، چې پارلماني ټاکنې به په راتلونکي کال کې کوي؛ خو څارونکي بنسټونه بیا وايي، چې د ټاکنو د شفافیت لپاره اساسي کار نه دی شوی او اصلاحات نه دي راوستل شوي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید په ډاګه کړې، چې لویې ستونزې اوس هم پاتې دي او په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو په تر سره کیدو باوري نه دي.

نوموړی  په هېواد کې ناامنیو ته په نغوته(اشاره) کې وايي، چې ناامني د ټاکنو لپاره ستره ننګونه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې په را روان کال کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره پر عملیاتي پلان کار روان دی.

پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې یو سل و لس میلیون دالرو ته اړتیا لري، چې حکومت یې یوازې د دېرش میلیونو ټټر وهلی او د پاتې نورو پیسو د برابرولو غږ یې پر نړیواله ټولنه کړی دی.

خبریال : رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version