د هوا حالاتو بدلونونه
په راتلونکیو درې میاشتو کې به تودوخه ډېره شي – پاکستان
دان نیوز څرګنده کړې، چې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) له مارچ څخه تر می پورې د تودوخې د ډېرېدو له شونتیا خبرداری ورکړی دی.
د جمعې پر ورځ پي ایم دي خلکو ته د باران وړاندوینه کړې او سپارښتنه کوي، چې د خیبر پښتونخوا په شمالي برخو کې به ډېر؛ خو په ګلګت بلتستان کې لږ ووریږي.
د دان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د تودوخې درجې له لوړېدو سره د پاکستان په ډېرو برخو کې به تودوخه ډېر څه اغېزمن کړي.
دان د PMD د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د راتلونکي فصل په بهیر کې به د کرنې او کورنیو اړتیاوو لپاره د بارانونو وړاندویېنه کړې ده.
د پي ایم دي له خبردارۍ مخکې د هواپېژندنې کارپوه جواد میمون وړاندویېنه کړې، چې سږکال به په کراچۍ کې تودوخه ډېره وي؛ ځکه، چې د فبرورۍ په میاشت کې د تودوخې درجه له نورمال څخه پورته وه.
میمون جیو نیوز ته ویلي، چې د فبرورۍ په میاشت کې د تودوخې لوړېدل په راتلونکیو ورځو کې د تودوخې د زیاتېدو ښکارندویي کوي.
پاکستان د تودوخې د غیرمعمولي لوړېدو شاهد دی؛ خو د نړۍ د تودوخې له کبله د اوږد او سخت تود اوړي او دېرو بارانونو لامل شي.
تېر کال پاکستان، د موسمي بارانونو او توپانونو وځپلو او سېلابونو ډېر زيانونه اړولي وه.