سیمه ییز خبرونه
په روان كال كې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى دى
د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ بنسټ، د آزادو خبريالانو ټولنې، د خبريالانو ملي ټولنې، د خبريالانو د مصونيت كمېټې، د خبريالانو څخه د دفاع كمېټې او په افغانستان كې د سويلي آسيا د خبريالانو ټولنې يا سفما مسئول ضيا بوميا په يوې گډې خبرپاڼه كې دغه پېښه په كلكه وغندله، چې څه موده وړاندې بهرنيو ځواكونو د كابل ښار له پنځمې ناحيې څخه د برخليك د اوونيزې يو خبريال نيولى او د بگرام زندان ته يې لېږدولى وو، دوى دا كار د اساسي قانون خلاف او د نوموړي خبريال پر حقوقو تېرى بولي.
نيول شوى خبريال حبيب الرحمان ابراهيمي وايي:
له بگرام زندان څخه د هغه د خوشي كېدو وروسته امريكايانو هېڅ داسې ثبوت، چې پر ده كوم جرم ثابت كړي او يا ولې نيول شوې وو نه دى وړاندې كړى.
له همدې سره د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نى په روان كال كې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالو د زياتېدو خبر وركوي.