تازه خبرونه

په روزګان ولایت کي د پوليسو بايمتريک چارې پيل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په روزګان ولایت کي امنیتي چارواکي د پولیسو په لیکو کي د اصلاحاتو راوستلو، له فساد سره د مبارزې او د امنیتي برخي دپیاوړتیا په موخه د پوليسو د ثبتولو(بایمتریک) چارې پيل کړې دي.

د روزګان سرپرست امنیه قومندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايي، چي تر دې مهاله یې ۷۰ سلنه پولیس ثبت کړي دي او هڅه کوي دا لړۍ تر ولسوالیو هم ورسوي.

هغه زیاتوي،د فساد ضد د مبارزې په برخه کي تر ډېره کار شوی او هغه خيالي پوليس به هم معلوم کړي، چي په سر يې معاش اخيستل کيږي.

نوموړي په ډاګه کړې؛له پولیسو سره د خلکو همکاري ډېره شوې او دا مهال د جګړو په کرښو کې ولسونه د پولیسو د ملاتړ په برخه کي خپلې هڅي کوي، چي په دې ولايت کي د تېرو مياشتو را په ديخوا جګړه هم کمه شوې ده .

دا په داسي حال کي ده، چي د ترینکوټ له ښاره وسلوال په شاه شوي؛ خو اوس هم د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته غزیدلي لارې د تېرو شپږ میاشتو را په دیخوا تړل شوي او خلک ناامنیو ډېراندېښمن کړي هم دي.

خبریال: بريالي رحيمي 

Trending

Exit mobile version