سیمه ییز خبرونه
په رڼو او عادلانه ټاكنو كې د ديني عالمانو ونډه مهمه ده
د افغانستان د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، په رڼو او عادلانه ټاكنو كې د ديني عالمانو ونډه مهمه ده. د دغه كميسيون مشر پرعالمانو غږ وكړ، چې كه غواړي د تېرو ټاكنو په څېر له بي نظميو سره مخ نشو، نو په راتلونكو ټاكنو كې دې فعاله ونډه واخلي او خلك دې هم وهڅوي، چې د خپل راتلونكي ولسمشر د ټاكلو په چارو كې همكاري وكړي.
۱۳۹۳كال د افغانستان لپاره يو ځانگړى كال دى.
په دې كال كې د بهرنيو ځواكونو په وتلو سره امنيتي مسئوليتونه په بشپړه توگه افغان ځواكونو ته انتقالېږي او د ولسمشرۍ په ټاكنو سره قدرت هم نوي ولسمشر ته سپارل كېږي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس فضل احمد معنوي د ټاكنو په بهير كې د عالمانو د ونډي په سيمينار كې پر ديني عالمانو غږ وكړ، چې په دغه تاريخي بهير كي ځان سهيم او خپله دنده په ښه توگه سر ته ورسوي.
د سولې د عالي شورا مرستيال عطاالله لودين په ټاكنو كې د عالمانو رول مهم گڼي او له حكومت څخه غواړي، چې د رڼو او عادلانو ټاكنو لپاره امنيتي ستونزې حل او د خلكو د گډون لپاره زمينه برابره كړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د افغانستان د ولسمشرى د راتلونكو ټاكنو نېټه د ۱۳۹۳ كال د وري مياشتي شپاړسمه نېټه ټاكلې ده.