Connect with us

تازه خبرونه

په زابل ولایت کې له طالبانو سره په نښته کې مرګ و ژوبله رامنځته شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

hhgt

د زابل په شملزو ولسوالۍکي د وسلوالو طالبانو او سرحدي پوليسو تر منځ په نښته کي  دوه ملکي کسان او يو سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د زابل ولايتي وياند ګل اسلام سيال وايې،چي نښته د جمعى په ورځ نا وخته د دې ولسوالۍ د ځنځير په سيمه کي هغه مهال را منځته شوه، چې طالبانو پر سرحدي ځواکونو بريد وکړ.

هغه وايې، چي په نښته کي دوه ملکي وګړي او يو سرحدي پوليس وژل شوي او يو سرحدي سرتېری ټپي شوی دی.

سيال زیاتوي، چي په نښته کي طالبانو ته هم درنده مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو له کره شمېر څخه يې ناخبري ښيي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Advertisement

تازه خبرونه

د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال  ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.

محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.

د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.

Continue Reading

تازه خبرونه

ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.

محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.

نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.

هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.

ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.

ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.

د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.

هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!