سیمه ییز خبرونه
په زابل کی به ډېر ژر هوایی ډگر جوړشی
چارواکی وایي:
د ماليې وزارت په کلنۍ بودیجه کی د دې ولایت لپاره یو ميلیون امریکایی دالر ځانگړي شوي، چې په نوي کال کی به پرې هوایی ډگر ورغول شي.
په ولسي جرگه کې د دغه ولایت استازى وایي:
دغه بودیجه دهوایی ډگر لپاره کمه ده.
د زابل ولايت چارواکي په ډاگه كوي، چې:
له زیاتو ستونزو سره سره په دي وتوانیدو، چی د ماليې وزارت په کلنۍ بودیجه کی د دي ولایت د هوایی ډگر د جوړلو لپاره نژدې یو میليون امریکایی دالر ځانگړي شي.
د زابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایي:
که څه هم دغه بودیجه د دې میدان د جوړولو لپاره بسنه نه کوي، خو د میدان سکیج او اندازه معلومه شوې او کار به يې په نوي راروان کال کی پیل شي.
په ولسی جرگه کی د دې ولایت د خلکو استازى حمیدالله توخی وایي، چې:
د دې میدان په جوړولو به د خلکو ډېرې ستونزې اوارې شی.
نوموړى زیاتوي، چې:
په ولسی جرگه کې د دې میدان د جوړولو پر سر له زیاتو ناندریو سره مخ شوی يم، خو د دغه هوایی ډگر د منظورۍ امر مې ترلاسه کړى دى.
د یادوني وړده، چی په زابل كې له دې وړاندی د الوتکو لپاره هوایی ډگر موجود نه و. د دې میدان په جوړولو به د خلکو هغه ستونزي لږ شي، چی تر دې دمه ورسره مخ دي.
زابل د هېواد یو سرحدي ولایت دی، چی دولتی کسان یی هم د لويې لار پر سر د امنیتي ستونزو له كبله د تگ راتگ ستونزې لري.
